د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر خلک وايي، ناامنۍ او د عملیاتو ویرې یې سېلګرۍ ته زیان رسولی


تیرا د خیبر پښتونخوا یو له تر ټولو سمسورو سیمو ګڼل کېږي.
تیرا د خیبر پښتونخوا یو له تر ټولو سمسورو سیمو ګڼل کېږي.

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خیبر خلک وايي، هلته روانې ناامنۍ او د حکومت له خوا د عزم استحکام پوځي عملیاتو اعلان یې د سیمې سېلګرۍ ته زیان رسولی دی.

د خیبر قبایلي ضلعې د تیرا ناوه د خیبر پښتونخوا صوبې یو له تر ټولو سمسورو سیمو ګڼل کېږي.

د خیبر د باړې ملک دین خیلو یو قبایلي مشر او سیاسي فعال هاشم خان اپریدي مشال راتډیو ته وویل چې چې هلته د روانې ناامنۍ او پوځي عملیاتو له امله خلک ځانونه خوندي نه احساسوي.

ده وویل، "که یوتن تیرا ته ځي او که لنډي کوتل ، باړې او یا جمرود ته ځي، په یو ځای کې هم دا مهال امن نشته، او له دې سره پر سیلګرۍ ډير اثر شوی دی.

هاشم خان اپرېدي وویل اوس چې دا څو ورځې وړاندې د عزم استحکام په نوم کومو عملیاتو اعلان شوی دی، له دې وروسته سېلانیان له وسله والو او امنیتي ځواکونو دواړو خطر احساسوي او هغسې سیمې ته نه ځي.

نوموړي‌زیاته کړه چې دا د ریاستي ادارو ذمه واري ده چې په دې سیمه کې امن قایم کړي.

د خیبر له باړې او تیرا منتخب شوی د صوبايي اسمبلۍ غړی عبدالغني اپریدی وایي که په خیبر کې امن بحال وای نو د سېلګرۍ او تاریخي ځایونو ته به ډير خلک ورغلي وای.

ده وویل، "یو خو په تیرو پوځي عملیاتو کې هر څه ویجاړ شوي او که بیا عملیات وشول نو دا پاتې شوې اډاڼه به هم ورسره له منځه لاړه شي."

هغه وویل، خلک ذهني ناروغان شوي او نور دوی په هیڅ صورت هلته عملیات نه غواړي.

عبدالغني اپرېدي وویل، "پکار ده چې ریاست امن قایم کړي او پر ولس دې دا ذمه واري نه اچوي."

په خیبر کې میشتو امنیتي ځواکونو په بیا بیا ویلي چې دوي په دې سیمه کې د امنیت په خاطر عملیات کوي او په دې وروستو کې یې هلته په تیرا او شاوخوا سیمو کې یو شمیر وسلوال په نښه کړي هم دي.

په ۲۰۱۸ کې د ۲۵ آیني بدلون له مخې قبایلي سیمې په خیبر پښتوینخوا کې ورګډې کړل شوې او هلته د خیبر پښتونخوا د سېلګرۍ، کلتور، لرغوني اثارو او میوزیم محکمو اختیارات ورغځېدلي دي.

د دې ادارو چارواکو په دې وروستو کې ویلي چې په تیرا کې یې یو شمیر د سېلګرۍ مرکزونه په ګوته کړي او دا ځایونه له ځنګلونو ډک دي او هوا یې یخه ده او پر دې به په مرحله واره توګه سیاحتي مرکزونه جوړوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي چې په لنډي کوتل کې یې د بدها د وخت پر پخوانۍ سټوپا د بیا رغولو کار پیل کړی او د لنډي کوتل په ریلوې سټيشن کې یې د پخواني سفاري ټرین سټیم انجن یوه نمونه ایښودې او ملکي او غیر ملکي سیلانیانو ورتګ پيل شوی دی.

XS
SM
MD
LG