د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په ۲۰۱۸ کال پاکستان کې تعلیمي وضعه ښه شوې'



د تعلیم او اګاهۍ ادارې، نورو ادارو او مدنې ټولنې یوه نظرپوښتنه ښيي چې په پاکستان کې په ۲۰۱۸م کال کې په تعليمي صورتحال کې ښه والی راغلی دی.

د نهې پر ورځ خپور شوې د کلني تعلیمي حالت په نوم رپورټ ، ۱۱۰۰۰ رضاکارانو د هېواد د ۱۵۴ ضلعو دورو په اساس جوړ کړی دی. رپورټ وايي چې د ۲۰۱۶م کال د ۸۱ فیصده پرتله په ۲۰۱۸م کال کې د ۶ او ۱۶ کلونو تر منځ عمر لروونکي ۸۳ فیصده ماشومان سکولونو کې داخل وو. خو د تعلیم لپاره کارکوونکي وايي چې بیا هم لا ډېرو ګامونو ته ضرورت دی. د خیبر پښتونخوا او بلوچستان حکومتونو مشال ریډيو ته ویلي د صوبو تعلیمي وضعې د ښه کولو لپاره ګامونه پورته کوي.

د ۲۰۱۸ م کال د تعليمي صورتحال په اړه د پاکستان د تعلیم او اګاهۍ ادارې کړې نظرپوښتنې له مخې په ټول ملک کې سکولونو ته دتلونکیو ماشومانو په شمېر کې په تېرو دوو کلونوکې دوه فیصده اضافه شوې ده.

په همدې حال کې د خیبر پښتنوخوا اعلا وزیر د تعلیمي چارو سلاکار ضیاالله بنګش مشال ریډيو ته وویل هیله من دی چې په ګامونو اخیستو سره به د صوبې تعلیمي شرح او وضعیت نور ښه کړل شي.

''د سرکاري سکولونو انفراسټرکچر مو سم کړ او د استادانو کمې مو تر ډېره حده ورسولو. په سکولونو کې د ماشومانو داخلې کیږي او خلک له شخصي سکولونو نه سرکاري هغو ته روان دي. دلته د ځاې د کمي مسله وه. دا ځل مو پلان دی چې کار وباندې روان هم دی، یاني پرایمري سکولونه به په دویم شفټ کې مډل ته اړوو او دا راز مډل سکولونه به په دوېم شفټ کې پر سیکنډري وربدل کړو. موږد سکولونو لپاره په کرایه ودانۍ اخلو او له شخصي سکولونو سره موافقه کوو چې هغوی زموږ په خرچه ماشومان په سکولونو کې داخل کړي.''

د تعلیم لپاره کارکوونکې اداره الف اعلان وايي چې په خیبر پښتونخوا کې له سکولونو نه بهر ماشومانو دوه سرکاري شمېرې ښودل کیږي چې فیډرالي ادارې یې ۲۵ لاکه او د تعلیم محکمه یې ۱۸ لاکه ښيي.

په صوبه کې د یادې ادارې یو چارواکی عمر اورکزي وايي دغه سروې ته په ښه سترګه ګوري خو لا هم ډېرو ګامونو ته ضرورت دې.

''موږ رپورټ نه ردوو، رپورټ بالکل په خپل ځای سمه خبره کوي. خو په کال کې دوه وارې د کېدونکو کمپاینونو له امله چې کله په پرایمري کچه په سکولونو کې د ماشومانو شمېر زیات شي خو وروسته بیا کتل کیږي چې ۶۵ فیصده ماشومان بیا له سکولونو نه ووځي. د هغې وجوهات په صوبه کې د سکولونو کمې، د استادانو او انفراسټرکچر کمې دی. دا هم مسله ده چې داسې نه کیږي چې د پرایمري سکولونو درجه مډل او د مډل هغه سیکڼډري او هایر سیکڼډري ته بدل کړل شي.''

اخوا د بلوچستان د انفارمېشن او د تعلیم وزیر ظهور احمد بولیدي مشال ریډیو ته وايي د صوبې تعلیمي صورتحال یو چیلنج دی خو دوی یې د حل لپاره ګامونه پورته کوي. نوموړی وايي د دوی په صوبه کې تعلیمي ایمرجنسي ولګوله او د مسلو تر نشاندهي پس یې د حل لپاره کار کوي

''په واک کې له راتلو سره موږ د تعلیم په محکمه کې خالي چوکیو د ډکولو فیصله وکړه چې پر هغو برتیانې روانې دي. موږ ۱۸۰۰ هغه سکولونه په ګوته کړل چې ودانۍ نه لري. په راتلونکي مني یو وړوکي بجټ کې به پر هغو کار کوو. شا او خوا ۳۰۰ ښونځي به ماډل یا د نمونې سکولونه جوړول کیږي چې هر سهولت به پکې موجود وي. موږ د بنیادي تعلیم د مرستې یو پروګرام جوړ کړی دی. تقریباً ۱۸۰۰ سکولونه به موږ شخصي ادارو ته سپارو چې د تعلیم معیار هم یقیني کړل شي او ماشومان هم له سکولونو نه ووځي.''

خو په صوبه کې د الف اعلان یو چارواکی نظیر لهړي وايي فکر نه کوي چې د بلوچستان تعلیمي حالت ښه شوی دی.

''ډېرې ادارې وايي چې په بلوچستان کې دیارلس لاکه ماشومان له سکولونو نه بهر دي او ځيني بیا دغه شمېر اتلس لاکه ښيي. زما په فکر مخکې چې څومره ماشومان له سکولونو نه بهر وو، اوس هم هغه شان بهر دي. د هغې غڼه وجه په سکولونوکې د ځای کمی دی. موږ کمپاینونه چلوو چې خپل ماشومان سکولونو کې داخل کړۍ. تر څو چې موږ نوي سکولونه جوړ نه کړو، نوی استادان برتي نه کړو نو زما په فکر تر هغې به د بلوچستان تعلیمي صورتحال ورځ تر بلې خرابیږي، ښه کیږي به نه.''

الف اعلان وايي د سرکاري شمېر سره سمپه پاکستان کې دوه کروړه ۲۶ لاکه ماشومان سکولونو نه بهر دي. د پاکستان د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود په دې ورستیو کې ویلي وو چې حکومت په راتلونکو څلورو کلونو کې د خواندګۍ شرحې د زیاتولو لپاره پلان لري چې له ۵۸ فیصده نه یې ۷۰ فیصده ته لوړه کړي.

XS
SM
MD
LG