د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سنځاوۍ پېښې پرضد احتجاج به کوټې ته غځوو: احسان دومړ


د بلوچستان په سنځاوۍ کې د شپږو لېویزوالو د وژنې پرضد احتجاجي ناسته د اپرېل پر درېمه هم دوام لري. پرلتوال له حکومته غوښتنه کوي چې په هغه پيښه کې غفلت کونکې چارواکې ګوښه کړل شي او که چرې حکومت دا کار ونکړ نو د سنځاوۍ ټولۍ لارې بندوي.

که څه هم پرلتوالو د پيه جام هړتال لپاره د اپرېل پنځمه نېټه اعلان کړې وه خو له مشال راډیو سره په خبرو کې د احتجاجي ناستې یو مخکښ وهاب دومړ وویل حکومتي چارواکو ترې مهلت غوښتی چې د لارو بندولو هړتال دې یوڅو ورځې وځنډوي. دی وايي د پیه جام ځنډولو خبره یې منلې خو وايي چې پر خپل ټاکلي ځای به یې پرلت د خپلو ټولو غوښتنو تر پوره کولو دوام لري.

ښاغلي دومړ ګیله وکړه چې د صوبايي حکومت لوړپوړي چارواکي دومره زحمت نه شي کولای چې د احتجاجيانو ناستې ته ورشي او خبره یې واوري.

نوموړي له مشال راډيو سره په خبرو کې پر دې ټینګار وکړ چې یوه بااختیاره سرکاري کمېټه دې له دوی سره خبرو ته ورځي. د ده وینا تر اوسه چې یې له سرکاري چارواکیو سره څومره غونډې شوې دي هغوی د فیصلې هېڅ اختیار نه لري.

د دوی غوښتنه، د مارچ پر ۲۰مه د ناڅرګنده کسانو لخوا د وژل شويو لېویز چارواکیو د وژونکيو نیول، د اسسټنټ کمېشنر په شمول د ځینو ځايي امنیتي چارواکيو تبادله او د پېښې په لړ کې د پلټنو لپاره د یوه عدالتي کمیشن جوړول دي.

د پرلت يو مخکښ سردار احسان دومړ، د اپرېل پر درېمه، مشال راډيو ته وويل د اپريل پر اتمه په کوټه کې په صوبايي کچه لوی احتجاجي جلسه کوي، د ده په خبره د دغو چارواکو نه ليرېکولو له وجې بداعتمادي رامنځ ته شوې ده او بايد حکومت په دې لړ کې جدي ګامونه پورته کړي. دی زياتوي که چرې له لېويزوالو سره وسله وای نو دا بده پېښه به نه رامنځ ته کېدله.

له دې مخکې سیاسي ګوندونو او د سوداګرو اتحادیې هم غوښتنه کړي وه چې د سنځاوۍ پر لال کټايي چېک پوسټ باندې په برید کې تورن کسان دې ونیول شي.

دوی ویل چې انتظامي چارواکي دې د دغه پېښې په مخنیوي کې د ناکامۍ له کبله له خپلو دندو لیرېکړل شي.

خو د بلوچستان د پلاننګ صوبايي وزير نور محمد دومړ د اپرېل پر درېمه مشال راډيو ته وويل چې په دې پيښه کې د انتظامې چارواکو هېڅ غفلت نه وو او داسې قسمه پېښې په نورو سيمو کې هم کېږي.

نور محمد دومړ زياته کړه: (دلته د خلکو سياسي مسله ده. دوی پر دې پېښه سياست کوي.)

د بلوچستان اسمبلۍ یوه پخواني غړي خلیل دومړ هم له مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي دي چې د دوی احتجاج به یوازې تر سنځاوۍ پورې نه محدودوي بلکې کوټې ته به هم ځي او هلته به پرلت (دهرنه) کوي ځکه چې د لېویزوالو په وژنه ټوله سیمه غمجنه ده.

XS
SM
MD
LG