د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پولیو څاڅکو ضد اوازو له کبله ۳۰ فیصده کم ماشومان واکسین شوي


په پېښور کې په دسمبر ۲۰۱۸م کې یو ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کیږي
په پېښور کې په دسمبر ۲۰۱۸م کې یو ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کیږي

پراګ ـ د پېښور ضلعي انتظامیې د پولیو ۳۲۴واکسین کونکي له دندو لیري کړي دي .چارواکي وایي په ماشوخېل کې د پولیو واکسینو ضد د خورې شوې اوازې وروسته یو شمېر واکسین ورکونکي کار ته نه ورتلل.

د پولیو په برخه کې د پېښور د ډپټي کمیشنر محمدعلي اصغر ویاند ډاکتر انورجمال د اپرېل پر ۲۵مه، مشال ریډیو ته وویل، که لیری کړل شوي کسان بېرته خپلو دندو ته ستانه شي نو دوی به یې په بیا بحالولو غور وکړي.

"دا هغه کسان دي چې د ماشوخېل د اوازو وروسته کار ته نه راتلل،په دې کې ۴۱ سپروایزران او ۲۸۳ کمیونټي هیلت ورکرز دي. دوی ویل په اوسنو حالاتو کې کار نه کول غواړي"

د اپرېل پر ۲۲مه د پېښور په ماشوخېل کې د پولیو واکسینو ضد اوازه خوره شوه چې له امله یې ډېرې خلکو ماشومان روغتونونو ته وروړل. ډاکټر انور جمال وایي د پېښور درې هسپتالونو لیډي رېډنګ،حیات اباد مېډیکل کمپلیکس او خېبر ټیچنګ ته ور وړل شویو ماشومانو هیڅ یو د پولیو واکسینو نه و اغیزمن کړی او ټوله ویره د هغه په وینا تش په نامه اوازو خوره کړې ده.

د پېښور له ماشوخېل څخه د پیل شویو اوازو وروسته په ماشوخېل سیمه کې د پولیو واکسینو کمپین وځنډول شو. همدا راز د اپرېل په ۲۵مه د بلوچستان په چمن کې د پولیو واکسینو ښځه ووژل شوه او بله ژوبل شوه. له دې وړاندې د اپرېل پر ۲۴مه د خیبر پښتونخوا په بونېر او پر ۲۳مه په بنو کې په ورته بریدونو کې دوه پولیسان ووژل شو.

ډاکټر انور جمال وایي د پولیو واکسینو ضد خورو شویو اوازو دا ځل کمپین سخت زپلی دی خو بیا هم د دوی ډلې هڅه کوي چې هر کور ته ورسیږي:

"د ماشوخېل اوازو نه یوازې په پېښور کې بلکې په ټوله خېبرپښتونخوا بلکې په پاکستان کې د پولیو ضد د څاڅکو کمپین اغېزمن کړی دی"

. د پولیو واکسین هره میاشت ماشومانو ته ورکول کیږي. دا ځل د قبایلي ضلعو په ګډون د خېبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې شپږ اویا لاکه ماشومانو ته واکسین رسول هدف و، خو چارواکي وایي دا وار له هدفه ۳۰فیصده کم ماشومانو ته څاڅکي ورکړل شو.

د پولیو واکسینو د خېبر پښتونخوا د څانګې فوکل پرسن ډاکټر امتیاز علي شاه د اپرېل پر ۲۵مه مشال ریډیو ته وویل دا ځل یې کمپین په دریو ورځو کې ختم نه کړ ځکه چې غواړي د انکاري مورپلار سره قانع کړي او ټول ماشومان واکسین کړي.

"هغه خلک چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو له ورکولو انکاري دي په هغوی جرګې کوو، له دیني عالمانو او د ټولنې له نورو غړو سره هم په اړیکه کې یو. خلک اوس مطمین شوي دي او ورځ تر بلې زیاتو ماشومانو ته څاڅکي ورکوو"

پولیو وایرس له نورې نړۍ ختم شوی خو پاکستان،افغانستان او نایجریا هغه هیوادونه چې دا رنځ لا پکې شتون لري. روان کال په پاکستان کې اته ماشومان ګوزن وهلي دي.

XS
SM
MD
LG