د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا په کابینه کې به بدلون وشي: شوکت یوسفزی


شوکت یوسفزی
شوکت یوسفزی

پراګ ـ د خېبر پښتونخوا حکومت په نزدې راتلونکي کې په کابینه کې دبدلونونو ویلي دي.د اپرېل پر ۲۵مه، د صوبې د اطلاعاتو وزارت له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې شوکت یوسفزي ویلي، د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان په راتلونکو اته لسو ورځو کې هغه وزیران چې سمه کارکردګي یې نه ده کړې، له وزارتونو ګوښه کوي.

په ورستیو کې وزیراعظم عمران خان هم په مرکزي کابینه کې بدلونونه کړي، ځینې وزیران یې ګوښه کړي او د ځینو وزارتونه یې وربدل کړي دي.

په صوبايي اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوند عوامي نېشنل پارټۍ استازی سردار حسېن بابک وایي حکومت د اقتصادي او انتظامي ستونزو سره مخ دی خو د دې پرځایې چې ستونزې حل کړي د بدلونونو په اعلانونو هسې وخت ضایع کوي. نوموړي بابک بېګا مشال ریډیو ته وویل.

"په نهه میاشتو کې حکومت خپله کابینه سمه نه کړه، د حکومت سره پلان نشته، بې روزګاري زیاته ده، ګراني هم ده، خلک په احتجاجونو دي، ډاکټران مظاهرې کوي، د پولیو په ورکونکو بریدونه کیږي. حکومت په خپله کارکردګۍ پاتې راغلی دی. دوی په نهه میاشتو کې څه ونه کړل، نو که بدولون هم وکړي نو هیڅ به ونه کړي."

په مرکز کې یې خو لومړی ځل دی، په خېبر پښتونخوا کې یې دا دویم ځل حکومت دی، خلک ورته وایي چې اوس باید کار وکړئ، حکومت سره ویژن نشته او په بدلون ځان خلاصوي،
محمودجان بابر

پېښور مېشته خبریال او څیړونکی محمود جان بابر وایي، د تحریک انصاف حکومت په مرکز کې د تېرو اته میاشتو راهسې واکمن دی خو یاد ګوند له تېر پنځه کاله هم په صوبه حکومت کړی دی خو د د هغه په وینا په دې څه کم شپږو کالو کې حکومت د خلکو لپاره هغسې کارونه ونه کړل، د کومو ژمنې چې یې کړی وې.

"په مرکز کې یې خو لومړی ځل دی، په خېبر پښتونخوا کې یې دا دویم ځل حکومت دی، خلک ورته وایي چې اوس باید کار وکړئ، حکومت سره ویژن نشته او په بدلون ځان خلاصوي، زما په خیال ترڅو چې د سم پلان سره مخ رانشي، د وزیرانو په بدلولو هیڅ نه کیږي."

بابر وایي تحریک انصاف ګوند په څو ډولو ویشل شوی هم دی او ښايي په راتلونکي کې په صوبایي کابینه کې کیدونکي بدلونونو یو لامل د ګوند دننه د اختلافات هم وي.

XS
SM
MD
LG