د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د اپوزشن ګوندونو پر واکمن تحریک انصاف تور پورې کړی دی چې په صوبه کې یې د یو ارب ونو لګولو په پروژه کې ډېرې درغلۍ کړې دي.
د اپوزشن ګوندونو غړو د اپرېل پر ۲۶مه د اسمبلۍ په غونډه کې وويل چې په هغو ځايونو کې بوټې نه دي کرل شوي کوم چې حکومت ښودلي دي.
د عوامي نيشنل پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ غړي خوشدل خان تر غونډه وروسته مشال راډيو ته وويل چې حکومت چې د يو ارب ونو کرلو په اړه کومې دعوې کړې دي هغه سمې نه دي.
خوشدل خان وویل چې په دې لړ کې د جوړې شوې ځانګړې کميټۍ غړو د اپرېل پر ۲۵مه د بنو دوره کړې وه او د هغوي د مالوماتو له مخې مځکني حقايق د حکومت له دعوو مختلف وو.
ده وویل چې حکومت په دې پروژه کې سنجيده نه دی او په دې کې په پراخه کچه درغلۍ روانې دي.
د واکمن تحريک انصاف ګوند غړي او مرستيال سپيکر محمود جان مشال راډيو ته وویل چې د اپوزشن ګوندونو دا تور بې ځایه دی چې ګواکې په دې پروژه کې درغلۍ شوې دي.
ده وویل ، “د بیلين ټري سونامي پروژې په اړه جوړه شوې کميټۍ چې کله هم وغواړي نو وخت ورکولو ته تيار یو.”
په پيښور کې د هم نيوز ټيلي وژن بيورو چيف طارق وحيد وايي، پر دې پروژه په اربونو روپۍ لګېدلې دي خو له ډيرې مودې راهېسې یې په اړه شکايتونه هم کېږي.
طارق وحيد زياته کړه چې دا لويه پروژه ده او په دې کې ډيرې تخنیکي خبرې هم دي.
په خیبر پښتونخوا کې د یو ارب ونو لګولو پروژه – بیلین ټري سونامي – کې د مبينه درغليو لپاره د صوبايي اسمبلۍ ځانګړې کميټۍ مشر د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزی دی.
شوکت یوسفزي ویلي دي چې که له پلټنو وروسته درغلۍ ثابتې شوې نو لاس لرونکو کسانو ته به له قانون سره سمه سزا ورکوي.