د لاسرسي ځای

تازه خبر

رضا رباني: پاکستان کې صحافت کله هم ازاد نه دی پاته شوی


رضا رباني
رضا رباني

په پاکستان کې هم د نورې نړۍ په څېر د مې پر دریمه د صحافت د ازادۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

د اسلام اباد په “نشنل پریس کلب” کې په دې اړه یو غونډه شوې چې سیاستوالو او خبریالانو پکې ګډون کړی وو.

د پاکستان د سېنټ پخواني مشر میا رضا رباني غونډې ته وویل ، “ دصحافت آزادي د پاکستان د آئين برخه ده خو له بده مرغه دلته صحافت کله هم ازاد نه دی پاته شوی.”

رضا رباني وویل ، “که خبریال ازاد نه وي او رېښتیا نه لیکي نو له دې کبله به د اساسي قانون د نولسمې مادې د اي دفعې له مخې د یو عام وګړي حقونه متاثره کېږي.”

د پاکستان پیپلز پارټۍ یو مخکښ او پخواني سنېټر فرحت الله بابر مشال راډیو ته وویل په پاکستان کې د خبریالانو لپاره حدود ټاکل شوي دي او دوي تر دې حدونو نشي وتلای.

ده وویل ، “په تیرو پنځو کلونو کې شپږویشت خبریالان وژل شوي او د دوی په یوه مقدمه کې پرمختګ نه دی شوی.”

نوموړي زیاته کړه چېخبریالان په څرګنده توګه ازاد ښکاري خو داسې موضوعات شته چې دوي پرې خبره نشي کولای او د دې یوه بېلګه د ورکو کسانو مسله ده.”

فرحت الله بابر وویل ، “ په کار ده چې حکومت داسې یوه قانون سازي وکړي چې د خبریالانو خوندیتوب باور کړي.”

حفاظت باوري کړي ځکه چې کوم خلک مړه شوي د هغوی هېڅ پوښتنه نه ده شوې نو دا بل په پارلیمان کې د دوو دریو کالو راهیسې ځوړند دی نو باید چې دا منظور کړل شي.

د نشنل پریس کلب مشر شکیل قرار خبریالانو ته د ورپېښو ستونزو په اړه مشال راډیو ته وویل ، “ په اوسني وخت کې د صحافت ازادي خو لا لرې خبره ده، صحافیانو ته په میاشتو میاشتو تنخاګانې نه ورکول کیږي.”

شکیل قرار وویل چې که څوک د دې پرضد غږ پورته کوي نو اداره یې یا لرې سیمې ته لېږي او یا یې هم له کاره لرې کوي.

ده وویل چې دا وخت په پاکستان کې د میډیا په زرګونه کارکوونکي بې روزګاره دي او دوي ته ښکاري چې په دې کې د رسنیو مالکان او حکومت سره په یوه خوله دي.

ده وویل ، دلیل یې دا دی چې د رسنیو مالکان خلک له کاره لرې کوي او حکومت د هغوي پر دې کړنو خاموشي اختیار کړې ده.

XS
SM
MD
LG