د لاسرسي ځای

تازه خبر

'اوس د قبايلي ضلعو پارلېماني چوکۍ نه شي زياتېدلی'


د پاکستان ټاکنو کمېشن د دفتر لوحه (بورډ)
د پاکستان ټاکنو کمېشن د دفتر لوحه (بورډ)

د پاکستان انتخاباتو کمېشن چارواکي وايي اوس د دې امکان نه شته چې د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو لپاره څوکۍ زياتې کړي.

دې کمېشن اعلان کړی چې د ۱۶ څوکيو لپاره به د جولای پر دوهمه ټاکنې کېږي. د ټاکنو خپلواک کمېشن وياند سهيل احمد د مې میاشتې پر شپږمه مشال راډيو ته وويل چې دوی د قانون تر مخه خپل کارونه پر مخ بيايي نو ځکه اوس په اعلان کړي مهالوېش کې بدلون نه شي کېدلی.

هغه زياته کړه: ''موږ د پارليمان له خوا د منظور شوي قانون له مخکې کار کوو. په هغه قانون کې موږ ته حکم شوی چې شپاړس څوکيو لپاره دې ټاکنې وکړو. موږ همدغسې کوو. که پارليمان په دې قانون کې بدلون وکړي نو بيا به دا مهالويش بدل شي خو اوس يې امکان نشته دی. موږ هر څه تيار کړي دي او ټاکنې به همداسې کوو.''

دا د قبايلو سره ظلم دی. زموږ لپاره په صوبايي اسمبلۍ کې ۲۴ کسان هم کم دی. دوی لا راباندې ۱۶ کسان مني
مولانا جمال الدين

د انتخاباتو کمېشن وايي امېدوران/کانديدان کولی شي د مې له نهمې څخه تر یوولسمې پورې خپل کاغذونه جمع کړي. د کاندیدانو نومونه به د مې پر ۱۲مه خپرېږي او انتخابي نښې به د مې پر ۳۰مه ورکول کېږي.

خو په پارليمان کې ځيني ګوندونه وايي چې د قبايلي ضلعو لپاره بېلې شوې چوکۍ بايد له شپاړسو څخه ۲۴ ته زياتې شي. د متحده مجلس عمل غړي، مولانا جمال الدين د مې پر شپږمه مشال راډيو ته وويل چې دوی به په دې اړه پارليمان کې غږ پورته کوي ځکه چې دا ټاکنې د غلطې سرشمېرنې پر بنياد کېږي. ''دوی له یوې خوا قبايل ځان ته د رانيزدي کولو خبره کوي او له بلې خوا یې نور هم لیري کوي. ۲۴ کسان هم کم دي. دوی لا ۱۶ ورکوي. دا زياتی دی. د قبايلو سره ظلم زیاتی پخوا هم کيدلو او اوس هم دغه دی روان دی.''

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ کال کې سرشمېرنه کړې وه. د دې سرشمېرنې ترمخې د ټاکنو حلقه بندۍ وشوې چې ځيني خلک پرې نيوکې کوي. په پارليمان کې د حکمران ګوند غړي، ګل ظفر خان نن مشال راډيو ته وويل چې د جګړو له لاس بې کوره شوي قبايل په غلطو ځايونو کې شمېرل شوي نو ځکه ورته دا حلقه بنديانې د منلو نه دي. ''په دې قانون کې د بدلون لپاره د نورو ګوندونو له غړیو سره خبرې کوو. انشا الله چې بدلون به وشي او د قبايلو لپاره بېلې وې چوکۍ به زياتې شي.''

د پاکستان حکومت تېر کال قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې شاملې کړي. چارواکو وويل چې د ټاکل شوي پلان تر مخه به پکې کرار کرار ټاکنې کېږي او د عدالتونو به ورته غځول کېږي.

XS
SM
MD
LG