اسوشیېټېډ پریس خبري اژانس لیکي، مقدس اشرف په ۱۶ کلنۍ کې یوه چینايي وګړي ته واده شوه. دا چینايی پاکستان ته د واده لپاره ورغلی وو. شا او خوا پینځه میاشتې وروسته مقدس بیرته پاکستان ته ولاړه.
اژانس د مقدس په حواله لیکي، خاوند به ورسره زور زیاتی کاوه نو ځکه له خپل خاوند څخه د تل لپاره بېلېدل غواړي.
مقدس په هغو سلګونه عیسویانو کې یوه ده چې چین ته د ناوې په توګه ناقانونه وړل شوې وه او د بشري حقونو فعالانو ویلي چې له تېر کال راهیسې په پاکستان کې چینايي سړیو ته د ښځو ودولو کار زیات شوی دی.
اژانس لیکي، په پاکستان کې سمګلران د چینايي سړو لپاره له کلیساګانو بهر د ناویانو کتلو په تکل کې وي. دا کسان پادریانو ته نه یوازې له دې کبله مالي مرستي ورکوي چې هغوی ورته ضرورت منده پلرونه وښيي بلکې له هغوی سره دا ژمني هم کوي چې د لور په بدل کې به بې وزله کورنیو ته پيسې ورکول کېږي.
اژانس لیکي، چینايي وګړیو ته واده شوي بهرنۍ نجونه تل په لیرې پرتو سیمو کې محدوده پاته شي، زور زیاتۍ ورسره کېږي، په ژبه نه پوهېږي او ان دا چې د یوه ګلاس اوبو غوښتلو لپاره هم پر موبایل ژباوړنکې اپلیکېشنونه کاروي.
په پنجاب کې د اقلیتونو وزیر اسلم اګسټین اژانس ته ویلي، د پاکستانيو ښځو چین ته د ناویانو په توګه وړل انساني سمګلنګ دی.
نوموړی وایي، ده له ګڼو داسې جینکو سره لیدلي دي چې ډېرې بېوزله/غریبې دي.
اسلم زیاتوي: د دې ودونو یو لامل لالچ دی.
اسلم د چین په حکومت او په پاکستان کې پر چینايي سفارتخاني تور لګولی چې پاکستانیانو ته د داسې ویزو او اسنادو په ورکولو یې سترګې پټې کړي دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د چین حکومت له نورو هېوادونو څخه په ناقانونه توګه د ودونو اجازت نه ورکوي.
د بخښنې نړیوال سازمان د چین او پاکستان له حکومته غوښتنه کړې ده، د ناویانو په غیر-قانوني توګه نورو هېوادونو ته د وړولو مخنیوی دې یقیني کړي.
د پاکستان جیو ټېليویژن د راپور له مخې، د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې په پنجاب کې د قاچاق په تور اته چینايي وګړي او څلور پاکستانیان نیولي دي.
اژانس لیکي، د چین سفارتخانې تیره میاشت ویلي ول چې له پاکستان سره به د رشتو کولو ناقانونو مرکزونو خلاف د کاروایايۍ په لړ کې همکاري کوي.
د عیسویانو د حقونو مبارز سلیم اقبال وايي، هغه چینايی وګړیو ته د پاکستانيو نجونو زیات ودونه په اکتوبر میاشت کې په لومړي ځل لیدلي ول او له هغې وروسته له ۷۵۰ واخلي تر ۱۰۰۰ پورې جینکۍ چینايي وګړیو ته واده شوې دي.