د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډاکټر ضیاء الدین د وهلو عدالتي پلټنه غواړو: خیبر پښتونخوا ډاکټران


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د ډاکټرانو اتحادیې په خیبر ټیچینګ هسپتال کې په یو ډاکټر د روغتیا د صوبايي وزیر د محافظینو د تشدد د پیښې د پلټنو لپاره د عدالتي پلټنو غوښتنه کړی او د احتجاج په توګه يي د ایمرجنسي بغیر په هسپتالونو کې د کار نه کولو ویلي خو د روغتیا وزیر ډاکټرانو ته خبرداری ورکړی که د اصلاحاتو په لار کې خنډونه جوړوي نو پرضد به یې قانوني کاروایي کېږي.

د خیبر پښتونخوا ډاکټرانو اتحادیې غوښتنه کړی چې د خیبر ټیچینګ هسپتال په اسسټنټ پروفیسر ډاکټر ضیاء الدین د روغتیا د صوبايي وزیر هشام انعام الله خان د محافظینو له خوا د تشدد د پیښې عدالتي پلټنې دې وشي.

بېګا له مشال ریډیو سره په خبرو کې د اتحادیې مشر ډاکټر امیرتاج خان وویل، چې حکومت له تشدده پس د ډاکټر ضیاء الدین پرضد راپور هم درج کړی دی ، چې په ټوله صوبه کې یې ډاکټران پر احتجاج راپارولي او د ایمرجنسۍ بغیر به د هسپتالونو ټولې څانګې تړلې پرتی وي.

خو د روغتیا صوبايي وزیر هشام انعام الله د مۍ په ۱۴ مهپه پېښور کې یوې خبري غونډي ته په وینا کې پر ډاکټر ضیاء الدین د کړي تشدد تورونه رد کړل او زیاته يې کړه چې د ده محافظینو دغه کار د ډاکټرانو له خوا د حملې په دفاع کې کړی دی.

نوموړي د نهې په ورځ پر سوشل مېډیا په خپره شوې یوه ویډیو کې وویل په هر حال کې به په هسپتالونو کې اصلاحات عملي کوي.

د ډاکټرانو چې دا درې څلور کومې ډلې جوېی دي او بدماشي کوي، دوی ته ډیر ښکاره پیغام ورکول غواړم چې له دې وروستو به د دوی یو حرکت هم و نه زغمو ، او نه له دې وروستو د چا بدماشي منو، موږ به ډېر سخت ګامونه پورته کوو، داسې ګامونه چې مثالي به وي، ځکه چې موږ ته خلکو ووټونه د دې لپاره راکړي دي چې د هغوی ژوند ښه کړو.

بل خوا د ډاکټرانو اتحادیې حکومتي اصلاحات رد کړي دي او دغه يې د هسپتالونو نجيکولو/شخصيکولو لور ته یو قدم بللی دی. د اتحادیې مشر ډاکټر امیر تاج خان وايي، د اصلاحاتو مخالف نه دي خو په دغه بهانه د دارو درملو د نرخونو لوړلو اجازه به ورنکړي.

د یادونې وړ ده چې د صوبې ډاکټران د حکومتي اصلاحاتو د اعلان نه وروستو د تیری څه مودی نه په احتجاج دي او د حکومتي چارواکیو او ډاکټرانو تر مینځ مذاکرات هم شوي خو تر اوسه دغه ستونځه هواره شوې نه ده چې په نتیجه کې يې هسپتالونو ته د راتلونکو خلکو ستونځې لا ډېرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG