د لوګر امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې یې د کابل-لوګر د لویې لارې د امنیت لپاره یوشمېر نوې امنیتي پوستې جوړې کړي او په هغو سیمو کې هم عملیات روان دي، چې پخوا پکې د وسلوالو مخالفینو فعالیت څه نا څه ډېر وو.
دوی زیاتوي، افغان ځواکونو د ټولو هغو سیمو د پاکولو لپاره فعالیتونه زیات کړي، چې وسلوال طالبان پکې پټنځایونه لري.
بل لوري ته د لوګر اوسېدونکي د امنیت د ښه کولو لپاره د امنیتي ځواکونو یاد فعالیتونه اغېزمن بولي، خو زیاتوي چې د لوګر د مرکز امنیت ته هم باید پاملرنه ډېره شي.
په تېرو دوو کلونو کې د لوګر د نورو سیمو سربېره د کابل- لوګر لویه لار چې د محمد اغې له ولسوالۍ تېره شوې، په هغه کې هم د نا امنۍ پيښې رامنځته کېدلې او دولتي کار کوونکسو ته پرې تګ راتګ ستونزمن وو.
اوس د لوګر امنیتي چارواکي وايي، چې د یادې لارې د امن کولو په موخه یې د محمد اغې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې عملیات ترسره کړي او د لارې د دایمي امنیت لپاره يې یو شمېر امنیتي پوستې هم جوړې کړې دي.
نن د پنجشنبې په ورځ د لوګر سرپرست امنیه قوماندان رحم خدا مخلص مشال راډیو ته وویل:
''مخکې د سرخاب او د دولت دښته هغه سیمې وې، چې مخالفینو تل له هغو سیمو محمداغې ولسوالۍ او د کابل-لوګر لارې ته ګواښ متوجه کاوه او هلته د بیارغونې چارې هم ځنډیدلی وې، موږ هلته ګډ عملیات ترتیب کړل، چې اوس هم په هغه سیمه کې روان دي.''
د لوګر سرپرست امنیه قوماندان زیاتوي، دوی د ټولو نا امنو سیمو د امنیت د خوندیتوب لپاره ځانګړې برنامې لري.
دده په وینا د برکي برک ولسوالۍ په سیمه کې د پولیسو تشکیلات منظم شوي، د هغې سیمې د لارې پر امنیت هم کار روان دی او د دې تر څنګ هڅه کیږي، چې په منظم ډول په هغو ټولو ولسوالیو او مرکز کې چې اړتیا ده، پوځي بېزونه جوړ کړي او چاڼیز عملیات دوام وکړي.
د عملیاتي قطعې قوماندان سردار محمد هم وايي، چې په وروستیو دوه-درې میاشتو کې په هغو سیمو کې چې د دوی عملیات روان دي، په امنیت کې يې ښه والۍ راغلی دی.
یو تن سرتیری محمد ظریف، چې په دې عملیاتو کې برخه لري هغه هم وايي، بابوس، مرکز، بورک او کجي یې له وسلوالو پاکې کړې دي.
که څه هم لوګر کې ځایي اوسېدونکي په محمد اغې ولسوالۍ کې عملیات او د پوستو جوړول ګټور بولي خو وایي، د مرکز پل علم امنیت ته هم باید پام وشي، ځکه اوس هره شپه طالبان د ښار په شاوخوا پوستو بریدونه کوي او خلک د ډزو غږونه اوري.
قومي مشر سید فرهاد کاظمي بیا وايي، په لوګر کې پوستې بیخي زیاتې شوې دي، افغان ځواکونه دې د پوستو پر ځای ریزرفې پوځي قطعې جوړې کړي، هغوی دې ګزمې ولري او کوم ځای کې چې وسلوال برید کوي، لاس په لاس دې هلته ځانونه رسوي.
د لوګر امنیتي چارواکي داسې مهال د یاد ولایت په ځینو نا امنو سیمو په ځانګړي ډول د کابل-لوګر د لارې په اوږدو کې د دوامداره چاڼیزو عملیاتو او د اړتیا په ځایونو کې د دایمي پوستو او پوځي بیزونو د جوړولو خبره کوي، چې د یاد ولایت په خروار ، څرخ، برکي برک او مرکز پل علم کې هم وخت ناوخت د طالبانو او
امنیتي ځواکونو تر منځ جګړې رامنځته کېږي او د خلکو غوښتنه داده چې د لوګر د امنیت لپاره دې تدابیر لدې هم زیات شي.