د خرو له څرمنې درمل جوړېږي
چینایان د خرو له څرمنې څخه یو ډول دارو جوړوي چې په بدن کې د وینې ګردش ښه کوي. د دې دوا جوړلو لپاره په افریقايي هېواد کینیا کې خره وژل کېږي او څرمن یې چین ته برامدېږي. خو د ځناورو د حقونو یوې ادارې پر کینیايي حکومت غږ کړی چې سمدستي دې د خرو پر وژنه بندیز ولګوي. دا چې ولې؟ ځواب یې د اژانس فرانس پرېس په ویډیو کې.