پراګ - د بلوچستان اپوزيشن ګوندونو د صوبې د درو ضلعو ليويز ځواک په پوليسو کې د شاملولو فیصله رد کړې ده.
د بلوچستان د کورنيو چارو ادارې د مې پر ۱۸مه نېټه د ګوادر، لسبېلې او د کوټې کليوالې سيمو ليويز ځواک په رسمي توګه په پوليس کې د ضمولو اعلاميه خپره کړه.
تردې وړاندې په ۲۰۰۲ز کال کې هم د جنرال مشرف په واکمنۍ کې د بلوچستان ټولو ضلعو ليويز په پوليسو کې ضم کړل شوي وو.
د بلوچستان حکومت د اسټېبلېشمنټ په وينا په ګوادر، لسبېله او کوټه کې ليويز ځواک په پوليسو کې د ضم کولو فیصله کړې ده.نواب اسلم رييساني
خو په ۲۰۰۸ز کال کې د نواب اسلم ريیساني د بلوچستان تر وزيراعلا کېدوو وروسته هغه د جنرال مشرف د حکومت فيصله بدله کړه او ليويز او پوليس يې بېرته سره بېل بېل کړل.
نواب اسلم ريیساني اوس په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزيشن غړی دی او د حکومت د اوسني اقدام مخالفت کوي.
نوموړي د مې پر ۱۹مه له مشال راډیو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې حکومت دا فيصله د ایسټیبلېشمنټ په خوښه کړې ده.
نوموړي وويل، بلوچستان يوه قبايلي سيمه ده چې پکې د امنيت په ساتلو کې ليويز د پوليسو په مقابله کې موثره رول لوبولی شي.
هغه زياته کړه چې په پوليس او ليويز ځواکونو کې ځايي خلک برتي دي نو نه پوهېږي چې بيا حکومت یې ولې سره ګډوي؟
ليويز د ترهګرۍ او د امن و امان د نورو ستونزو مقابله نشي کولای نو ځکه موږ د پولیسو جديد نظام، پر وخت د اېف ای ار درجولو او يوې رسمي انتظاميې ته اړتيا لرو.ظهور بليدي
نواب اسلم رییساني تور پورې کړ چې د وزیراعلا جام کمال په مشرۍ د بلوچستان حکومت يو بل قوت پر څوکۍ کښېنولی دی او د ده په خبره. هم د ایسټیبلېشمنټ په وينا يې په ګوادر، لسبېلې او کوټه کې ليويز ځواک په پوليسو کې د ورګډولو فیصله کړې ده.
د صوبې په اسمبلۍ کې د جميعت علمای اسلام له خوا د اپوزيشن مشر ملک سکندر خان اېډووکېټ هم د حکومتي فيصلې مخالفت وکړ.
هغه د مې پر ۱۹مه مشال راډیو ته وويل چې حکومت پر ځای د دې چې ليويز په پوليس کې ضم کړي بايد ليويز ته د پوليسو د کچې تربيت ورکړي.
نوموړی ادعا وکړه چې د پولیسو په مقابله کې ليويز د بلوچستان په شان قبايلي ټولنه کې امنيت ښه ساتلی شي.
خو د بلوچستان د اطلاعاتو وزير ظهور بليدي د اپوزيشن تورونه او ادعاوي ردوي.
نوموړی وايي، د اپوزيشن دا خبره غلطه ده چې حکومت د ایسټیبلېشمنټ په خوښه دا فيصله کړې ده.
د پولیسو په مقابله کې ليويز د بلوچستان په قبايلي ټولنه کې امنيت ښه ساتلی شي.ملک سکندر خان اېډووکېټ
د ده په خبره، دا اقدام صوبايي حکومت د یادو ضلعو حساس امنيت ته په کتو سره، خپله کړی دی.
د ده په خبره، ګوادر او لسبيله د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ او نورو مهمو پروژو په برخه کې نړيوال ارزښت لري نو په دغو سيمو کې ليويز امنيت پر ځای نشي ساتلی.
د نوموړي په اند، حکومت په دې برخه کې د پولیسو يو جديد ځواک ته ضرورت لري.
هغه زياته کړه: "ليويز د ترهګرۍ او د امن و امان د نورو ستونزو مقابله نشي کولای نو ځکه موږ د پولیسو جديد نظام، پر وخت د اېف ای ار درجولو او يوې رسمي انتظاميې ته اړتيا لرو. موږ غواړو چې پوليس خپل ټول پام د ښارونو امنيت ښه کولو ته وکړي."
ظهور بليدي ته مالومه نه ده چې څومره ليويز به په پولیس کې ضم شي خو وايي اټکل يې دی چې دا شمېر به ښايي د ۲۰۰۰ او ۲۵۰۰ سرتېرو په منځ کې وي.