د لاسرسي ځای

تازه خبر

مخ پر زياتېدونکې ګراني: حکومت ته د اپوزېشن خبرداری


پخوانی وزيراعظم او د مسلم لېګ (ن) ګوند غړی، شاهد خاقان عباسي
پخوانی وزيراعظم او د مسلم لېګ (ن) ګوند غړی، شاهد خاقان عباسي

د پاکستان اپوزېشن ګوندونو حکومت ته خبرداری ورکړی چې د اقتصاد سمولو لپاره دې پر خلکو فشار نه اچوي. دوی غوښتي چې د جون په مياشت کې اعلانوونکي کلني بجټ کې دې پر خلکو ټيکسونه نه لګي او د شيانو نرخونه دې کنټرول شي.

د مسلم لېګ (ن) ګوند يو مشر شاهد خاقان عباسي د مې په شلمه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د مې په ۱۹مه يې د پيپلز ګوند سره په يوه کړې غونډه کې پرېکړه وکړه چې که حکومت يې غوښتنې ونه مني نو دوی به يې پر ضد تحريک چلوي.

هغه زياته کړه: ((ګرانۍ ته په کتو سره بايد د يو کس لږ تر لږه مياشتنۍ تنخا شل زره روپۍ شي. په بجټ کې دې نوي ټکسونه نه لګول کېږي. پخواني ټيکسونه دې نه زياتېږي. که داسې وشي نو دې سره به ګراني نوره زياته شي.))

په همدې حال کې د مې په شلمه د پاکستان سټېټ بېنک انټرسټ رېټ يا د سود فېصدي دوه اعشاريه پنځه ويشت سلنه زياته کړې ده. دې بېنک په همدغه ورځ په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په روان کال کې به کلنی عايد کم او په ۲۰۲۰ کال يې د بهترۍ امېد لري.

نرخونه دومره زيات هم نه دي لکه اپوزېشن چې څومره شور جوړ کړی.
د حکمران تحريک انصاف غړی، سميع الحسن ګيلاني

د اقتصادي چارو پوه، ډاکټر معراج الحق مشال راډيو ته وويل سټېټ بېنک د سود شرح د پېسو ارزښت زياتولو لپاره زياته کړې ده. ((د دې کار سره د پېسو ګردش زياتېږي چې هدف یې د ګرانۍ کمول دي خو دا طبيعي کمښت نه دی نو ځکه د اوږد مهال لپاره ګټه نه کوي. د پېسو ګردش سره د روپۍ ارزښت بهتره کېدلی شي. خو د سود شرح زياتېدو سره به روزګار او سرمايه کاري کمه شي.))

پاکستان دا مهال د پېسو له نړيوال صندوق يا آی، ايم، ايف څخه د شپږ اربه ډالرو قرض اخیستو لوظنامه کړې دي. که څه هم حکومت د دې پروګرام شرطونه واضحه کړي نه دي خو خوراکي شيان، بجلي، پټرول او ګېس نرخ زيات شوی دی.

د قامي اسمبلۍ د ماليې چارو او قتصادي حالت د څار په کمېټه کې د حکمران تحريک انصاف ګونړ غړي سميع الحسن ګيلاني د مې په شلمه مشال راډيو سره خبرو کې وويل اپوزېشن دې پر دې مسله سياست کوي.

هغه زياته کړه: ((د ملک چې نن سبا کوم اقتصادي حالت دی، حکومت مجبوره دی چې هغه اداره کړي. هيڅ حکومت دا نه غواړي چې خپل صنعت او تجارت دې، دې حد ته ورسوي چې بيا پر پښو نه شي ودرېدلی. اپوزېشن هسې تبليغات کوي. اوس هم ډېر شيان د څلور کالو پخوا په نرخ دي. حکومت د رعايت ورکولو په طريقې سره نرخونه کنټرول ساتي.))

XS
SM
MD
LG