د خوست دیني عالمان، قومي مخور او د ولایتي شورا غړي په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو خواوو غواړي، چې جګړه بس کړي، اوربند دې وکړي او لدې لارې دې د بین الافغاني خبرو اترو لپار زمینه برابره کړي.
دوی زیاتوي، تر هغې چې په دې وطن کې دایمي امن ټېنګ نه شي، خلک به ونشي کولی اخترونه په خوشالیو او ډاډه زاړه ولمانځي.
بل لوري ته د خوست چارواکو یو ځل بیا د دولت پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې د سولې په اړه د افغانانو غوښتنې په پام کې ونیسي.
دوی یادې څرګندونې د جون پر څلورمه د کوچني اختر د لمانځه د اداء کولو وروسته مشال راډیو ته وکړې.
د خوست د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي وویل، چې د اختر ورځې د جګړو، بدبختیو او ناخوالو نه دي، نو لدې کبله مسلمانان باید پدې شپو ورځو کې د یو بل پر وړاندې له تشدده لاس واخلي.
ده د جګړو پرښکیلو خواوو غږ وکړ، چې جګړې بس کړي، اوربند دې وکړي، تر څو د افغانانو تر منځ اختر په مینه او امن سره ولمانځل شي.
قومي مخور حاجي رسول محمدخان بیا د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې د اختر په شپو ورځو کې د اوربند له لارې د سولې لپاره مخامخ خبرو اترو ته دې زمینه برابره کړي.
پدې وروستیو کې د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د جګړې سختیدل په ټوله کې افغانان انديښمن کړي دي.
د ولایتي شورا مرستیال امیرالله زړه سواند وايي، چې جګړو د اخترونو خوشالۍ اخیستي او اخترونههغه وخت د خوشالیو پیغامونه له ځانه سره لرلی شي، چې پدې وطن کې امن ټېنګ شي.
دیني عالم مفتي حبیب الرحمن خوستی وايي، د جمعې او اخترونو د لمونځونو مهمه فلسفه مسلمانانو ته د ټولنیزتوب درس دی.
د ده په وینا په ډله ییز ډول عبادات او دیني اجتماعو کې دعاګانې خیر وي او په هغو اخترونو کې چې امن په کې وي، مسلمانانو لپاره اجر او ثواب لري.
په اخترونو کې خلک خپلو خپلوانو، دوستانو او ملګرو ځایونو او کورونو ته ورځي او هغوی سره مبارکۍ کوي.
د ولایتي شورا غړی جانمیر ځاځي وايي، د اوسني اختر په شپو ورځو کې چې ناخوالې دي او مخالفین سولې او اوربند ته غاړه نه ږدي، نو لدې کبله پدې هېواد کې د کونډو یتیمانو، تورسرو، معلولینو او معیوبینو شمېر ورځ تر بلې زیاتیږي.
د ځاځي په وینا، خلک باید د هغو کورنیو پوښتنه هېره نه کړي، چې د جګړو له کبله يې د کورنۍ غړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
بل لوري ته خوست والي حلیم فدايي په خپلو خبرو کې د دولت پر وسلوالو مخالفینو غږ وکړ، چې افغان حکومت سره دې خبرو اترو ته تیار شي.
ده وویل، مخالفین دې نظام سره په جګړو او نورو ناخوالو کېسیالي نه کوي، ځکه قربانیان يې عام افغانان دې، دوې دي په مثبت او رغنیز ډګر کې دې رقابت وکړي.
خوست والي وویل، له وسله والو مخالفینو وغوښتل، چې د نورې نړۍ پر ځای دې له افغان حکومت سره د مسلمانانو په قبله کې کیني او خپلې ستونزې او غوښتنې دې په سوله ییزه بڼه د بین الافغاني خبرو اترو له لارې مطرح کړي.