د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټر قبله ایاز: د اختر پر سر اختلاف ختمولو هڅه کوو


ډاکټر قبله ایاز
ډاکټر قبله ایاز

د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز وايي ، دوي پتیلې ده چې په ملک کې د روژې او اختر پر سره د اختلاف له منځه وړلو لپاره غونډه او بحث وکړي.

ډاکټر قبله ایاز د جون پر اوومه مشال راډیو ته وویل دا یو جدي مسله ده او دوي یې د هواري هڅه کوي.

ده وویل ، “د ساینس او ټکنالوژۍ وزارت د دې مسلې د هواري لپاره له اسلامي نظریاتي کونسل څخه مشوره غوښتنې ده او موږ ورته په هم دې میاشت کې داسې غونډه کوو چې د ساینس پوهانو او دیني عالمانو ترمنځ د بحث له لارې د دې مسلې دایمي حل پیدا کړو.”

ډاکټر قبله ایاز وویل چې د اسلامي نظریاتي کونسل څېړنیزه څانګه به د دې غوڼدې لپاره د ګډونوالو عالمانو فهرست تیاروي.

دا په داسې حال کې ده چې د روژې او وړوکي اختر پر سر د اختلاف له کبله په خیبر پښتونخوا کې په یوه او په نور پاکستان کې په بله ورځ اختر وو.

خبریال او شنونکی رحیم الله یوسفزی وايي ، دا مسله له شاوخوا پنځوس کالو راهسې روانه ده او یوه حکومت یې هم د هواري لپاره جدي هڅې نه دي کړې.

ده زیاته کړه ، “زما چې څومره په یاد دي نو دا مسله هغه وخت رامنځ ته شوې وه چې په پاکستان کې ایوب خان واکمن وو. هغه وخت مشهور دیني عالم مولانا احتشام الحق له حکومت سره اختلاف کړی وو او د روژې او بیا یې د اختر اعلان کړی وو او له هغه وخته دا مسله روانه ده.”

رحیم الله یوسفزي وویل چې دا مسله په دې ډېره جدي ده چې له کبله یې په ټولنه کې ډېر انتشار رامنځ ته کېږي.

نوموړي وویل ، “دوي یو پر بل تورونه پورې کوي چې دوي دروغ وايي یا سنجیده نه دي او بیا پکې د فرقو خبرې راشي چې دا دیوبندي دی او هغه برېلوی دی او له دې سره په ټولنه کې ډېر انتشار جوړېږي او د دې مسلې نه هوارول د حکومت او دیني عالمانو یو لویه ناکامي ده.”

په تېرو کلونو کې به یوازې د پېښور قاسم علي خان جومات د شهادتونو پر اساس د روژې او اختر اعلان وکړ خو دا ځل ورسره د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت هم په رسمي توګه د اختر اعلان کړی وو.

د پاکستان حکومتي رویت هلال کمېټۍ پر دې پرېکړه سختې نیوکې وکړې چې ورسره پر ټولنیزو رسنیو هم په دې اړه بحث تود شوی دی.

XS
SM
MD
LG