د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو او مریم نواز د حکومت ضد کړنلارې لپاره ملاقات کوي


بلاول بوټو او مریم نواز په مې میاشت کې هم سره لیدلي وو.
بلاول بوټو او مریم نواز په مې میاشت کې هم سره لیدلي وو.

پراګ ـ په داسې حال کې چې د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نېب) د مسلم لیګ (ن) نه پس اوس د پاکستان پیپلز ګوند مهم چارواکي هم په بیلا بېلو دوسیو کې نیولي ، د یادو ګوندونو مشران وايي، د سیاسي وجوهاتو له کبله د دوی پر ضد کیسونه پرانیستل شوي دي.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري نن (اتوار) په لاهور کې د مسلم لیګ (ن) ګوند له مرستیالې مشرې مریم نواز سره ګوري.

پیپلز پارټۍ د بلوچستان نېشنل ګوند له مشر سردار اختر مېنګل نه هم غوښتي چې حکومتي لوری دې پرېږدي او د اپوزیشن په طرف دې ودرېږي.

سرچینې وايي، د بلاول بوټو زرداري او مریم نواز ترمنځ لیدنه د لاهور په (جاتي امرا) کې ترسره کېږي.

په قامي اسمبلۍ کې له کورمې د پیپلز ګوند غړی ساجد حسین طوري په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

"په دې ملاقات کې به مهمه خبره د بجټ په اړه وي، اپوزېشن وايي د سږ کال بجټ به په اسمبلۍ کې منظورېدو ته نه پرېږدو. د دې ترڅنګ د روژې په میاشت کې چې په زرداري هاوس کې کومه غونډه شوې وه، هلته ویل شوي وو چې ټول ګوندیزه کانفرانس به راغواړو او د حکومت خلاف به یوه کړنلاره ټاکو، نو په هغه حواله به هم خبرې کېږي."

د بلاول بوټو زرداري او مریم نواز ترمنځ د جون د ۱۶مې لیدنه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د مسلم لیګ (ن) نواز شریف او حمزه شهباز او د پاکستان پیپلز ګوند اصف علي زرداري او فریال ټالپور نیول شوي دي. تمه ده چې بلاول بوټو او مریم زرداري به د دغو ګرفتاریو ترڅنګ، د اپوزیشن له غاړې د حکومت ضد د شریکې کړنلارې جوړولو او د بجټ په څېر پر نورو مهمو موضوعاتو باندې به هم خبرې وکړي.

دوی دواړو په تېره مې میاشت کې هم د یو شمېر نورو مشرانو سره یو ځای د بلاول بوټو زرداري لخوا د ورکړل شوې افطار پارټۍ پر مهال لیدلي وو.

ساجدحسین طوري وايي، دا ډول ملاقاتونه پر واکمن ګوند تحریک انصاف زیات فشار اچولی شي او د دوی د ګوند هڅه به وي چې د نورو ګوندونو سره هم د حکومت خلاف د شریکې کړنلارې د جوړولو لپاره کار وکړي.

د پاکستان پیپلز ګوند یو بل مشر سېنېټر تاج حیدر وايي، دوی د بلوچستان نېشنل ګوند له مشر سردار اختر مېنګل سره هم تماس نیولی او ورته یې بلنه ورکړې چې د اپوزیشن سره دې لاره یوه کړي.

"زما په اند د بلوچستان نېشنل ګوند لپاره به دا خبره غوره وي چې له موږ سره اوږه په اوږه روان شي ځکه چې پيپلز پارټۍ تل د بلوچستان د خلکو د حقونو لپاره غږ پورته کړی دی."

خو پخپله بلوچستان نېشنل پارټي یا بي اېن پي څه وايي؟ له سردار اختر مېنګله مې و پوښتل دوی کومه لاره غوره ګڼي؟ د حکومت سره تګ که د اپوزېشن ملګرتیا؟ ده راته وویل:

" موږ دوی ته وایو، که تاسې غواړئ چې د اپوزېشن طرف ته لاړ شو؟ نو هلته خو یو ګوند نه دی، ډېر دي، موږ په دې اړه د پیپلز ګوند د خواهش احترام کوو، خو ورته وایو چې د نورو مخالفو ګوندونو رایه هم واخلي، چې هغوی مو په اپوزیشن کې قبلوي هم کنه؟ که سبا په یوه بله موضوع کې اپوزیشن یوه خوله نه وو، نو بیا زموږ کومه لاره شوه؟"

د بلاول بوټو زرداري او مریم نواز ترمنځ په لیدنه کې د دې خبرې امکان هم شته چې د جمیعت علما اسلام ګوند د مشر مولانا فضل رحمان لخوا د ممکنه ټولګوندیزه کانفرانس کې د پراخ ګډون په اړه به هم خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG