د پاکستان تر ټولو څورب کس لپاره د کور دېوال مات کړل شو
د پاکستان تر ټولو څورب کس له کلونو راهیسې په کور کې بند وو. خو چې ناروغه شو نو له ځای څخه د خوځېدو جوګه نه وو. هغه د مرستې غوښتنه وکړه او کله چې د علاج لپاره له کوره را اېستل کېده نو دومره غټ وو چې د دروازې پر ځای يې د کور دېوال ورته مات کړل شو. د رويټرز اژانس ويډيو عبدالحي کاکړ پښتو کړې ده.