د ۲۰۱۳ م کال ژمی و، د ورکو بلوڅانو اواز اوچتولو لپاره یوه شل کسیزه کاروان له کوټې تر کراچۍ په پښو لاریون وکړ.
د نومبر شپې ورځې وې، له کوټې د کراچۍ پر لور یخې او سړې هواګانې او ستړي ستومانه بلوڅان هم-مهاله سره راورسېدل. زه له لاریونوالو سره د مرکو لپاره له بلوچستان سره جوخت د سند صوبې پر پوله پرته د یوسف ګوټ سیمې ته ورغلم. لاریونوالو هلته پړاو اچولی و او نزدې ورته د رینجرز ځواک عسکر ولاړ ول او پېره یې ورکوله. هغوی ودرولم او د تالاشۍ، پوښتنو او د خبریالۍ د کارت تر کتلو وروسته یې اجازه راکړه چې لاریونوالو ته ورشم. ورغلم ګورم چې د لاریونوالو د ۲۷ ورځو تر مزل پس پښې تڼاکې او چاودېدلې دي.
د لاریون زیاتره ګډونوالې ښځې وې. ماما قدیر بلوڅ د دې قافلې تر ټولو بوډا او علي حیدر بلوڅ یې وړوکی لاروی وو. هغه وخت ما له مشال ریډیو سره له کراچۍ د خبریال په توګه کار کولو.
په دغه پلي مزل کې ماشوم علي حیدر یوه ټایرزه ټرالۍ هم له کوټې تر کراچۍ ښاره رارسولې وه. د ده د ټرالۍ په مخکنۍ برخه کې یو بورډ وو چې د ورکو بلوڅانو د خلاصولو شعار پرې لیک و. د ټرالۍ په وروستۍ برخه کې یو څو شلېدلې چپلې او بوټان او یوه یا دوې خیرنې کمبلې پرتې وې.
علي ماشوم و، هو د اته یا نهه کالو ماشوم. داسې ماشومان خو سکول ته ځي، لوبې کوي، ګېمونه کوي خو کوچنی علي حیدر نه پوهېږم کوم تکلیف پر سر اخیستی و چې لومړی یې تر کراچۍ له خپلې ټرالۍ سره او بیا له کراچۍ تر اسلام اباده په پښو د لاریون کولو په هوډ له کوره راوتلی و.
له لاریونوالو سره مې مرکې وکړې، ویډیو مې ورله جوړه کړه. له دوی سره اوس په سلګونه کراچۍ میشته بلوڅان ملګري شوي ول او د کراچۍ پرېس کلب ته روان شول. د خلکو دې اجتماع ته یوازې دوه خبریالان ورغلي و. یو زه او یو د بي بي سي ریاض سهیل.
له علي حیدر سره ما او ریاض دواړو خبرې وکړې. هغه مزل ستړی کړی و خو د پلار تري تمېدو یې سکون ختم کړی و. هغه د پلار په موندنه پسې راوتی و.
لاریون له کراچۍ تېر شو، اسلام اباد ته ولاړ او زما هم خبره هېره شوه. تر کوټې، کراچۍ او بیا تر اسلام اباده تر دوه زرو کیلومیترو زیات مزل جوړېږي. مزلونه خو د هند د ازادۍ سالار ګاندي هم کړي ول او د چین ماوزې تنګ هم خو د وړوکي علي حیدر تنکو پښو تر هغوی زیات اوږد مزل وکړ خو د کومو ورکو کسانو د موندلو په منزل پسې چې یې مزل کاوه په خپله په دې لار کې ورک شو.
څه کم شپږ کاله تېر شوي دي، بېګا مې پر ټویټر وکتل چې علي حیدر هم ورک شو. زما یو دم خیال یوسف ګوټ ته ولاړ، هغه سکاڼ، خیرن، نامالومه منزل ته په یون ستړي ستومانه علي حیدر مې سترګو ته ودرېد. د هغه، هغه تصویر مې مخې ته ودرېد چې ټرالۍ یا کراچۍ د خپل منزل پر لوري کشوله او د کاروان په سر سر کې روان وو، نورو لاریونوالو چې به حیدر ته کاته نو ډاډ به بر ته خاته.
بیا مې سوچ وکړه چې په شپږو کالو کې به علي حیدر لوی شوی هم وي، پر مخ به یې خت راغلی وي او د ورکولو عمر به یې رارسیدلی وي، ځکه خو ورک شو، تری تم شو. لکه د خپل پلار، لکه د نورو بلوڅانو.
مالومه نه ده د علي حیدر مور به ژوندۍ وي که مړه. که ژوندی وي نو د خپل خاوند رمضان بلوڅ تر ورکېدو وروسته یې زوی علي حیدر هم تری تمېدو او ورکېدو ته لوی کړ.
شاعر ښه ویلي دي چې میندې لیونۍ دي نادانې دي.