د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د پاکستان لپاره څه اقتصادي ارزښت لري؟


له پېښور څخه افغانستان ته تلونکې لارۍ
له پېښور څخه افغانستان ته تلونکې لارۍ

د افغانستان ولسمشر اشرف غني پاکستان ته د سفر پر مهال د نورو مسلو تر څنګ پر اقتصادي چارو او دوه اړخیز تجارت هم خبرې کړې دي.

ولسمشر اشرف غني اسلام اباد اباد ته د سفر پر مهال یو غونډې ته په وینا کې وویل ، افغانستان که څه هم سمندر نه لري خو د ده په وینا د ډېرو هیوادونو او سیمو په لاره کې پروت دی.

ولسمشر اشرف غني د جون پر ۲۷مه دا خبره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ښو تجارتي اړیکو ارزښت ته په اشاره وکړه.

نوموړي وویل چې ښې اړیکې د نور څه تر څنګ د دواړو هیوادونو د اتقتصادي ودې لپاره هم ډېر ارزښت لري.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د واکمن تحریک انصاف ګوند د مشرانو په وینا ، د ملک اقتصاد له سختو مشکلاتو سره مخامخ دی.

د دوي په وینا ، پاکستان دې ته اړ دی چې د خپلې خسارې پوره کولو لپاره ملکرو هیوادونو ته د مرستو خواست وکړي او د پېسو له نړیوال صندوق څخه پوره واخلي.

اوس په پوښتنه دا ده چې په داسې یو حالت کې ګاونډی افغانستان د پاکستان لپاره څومرې مهم دی؟

اقتصاد پوه مبارک زېب وايي ، له افغانستان سره خرابو اړیکو پاکستاني اقتصاد ته ډېر زیان رسولی دی.

هغه وویل ، “پاکستان په نړۍ کې تر ټولو زیات توکي تر امریکا وروسته په افغانستان کې خرڅول. خو په تېرو څو کلونو کې ډېر کمی پکې راغلی دی. مخکې شاوخوا درې اربه ډالره وو خو اوس شاوخوا یو ارب ډالرو ته راټیټ شوی دی.”

مبارک زېب وویل که د دواړو هیوادونو خپل منځي اړیکې ښې شي نو پاکستان به پکې په اقتصادي توګه ډېر څه لاس ته راوړي.

مبارک زېب وویل ، “که په دې تناظر کې ورته وګورو نو د دې ګنجایش شته چې له افغانستان سره د پاکستان تجارت شپږ اربه ډالرو ته ورسېږي. نو افغانستان له دې کبله د پاکستان لپاره ډېر مهم دی. که چېرې پاکستان افغانستان ته یو یا دوه اربه ډالره برامدات زیات کړي نو دا به یې د خسارې په کمولو کې ډېره مرسته وکړي.”

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر تجارت ژور نظر لرونکی خان جان الکوزی وايي ، خرابو اړیکو او ټرانزیټي مشکلاتو په ځانګړې توګه په افغانستان کې پاکستانی تجارت ډېر ځپلی دی.

الکوزي وویل ، “پاکستان د افغانستان په مارکېټ کې درې اربه ډالر ارزښت لرونکي توکي پلورل خو هغه اوس یو ارب ډالرو ته راټیټ شوي. موږ د کال ۷۰ زره کانټېنره مال د کراچۍ له بندرګاه افغانستان ته راوړی خو هغه اوس د کال لس زرو کانټېنرو ته راټیټ شوی دی.”

جان جان الکوزي وویل ، افغانستان چې به کوم څه له پاکستان څخه اخیستل هغه اوس د منځنۍ اسیا له هیوادونو اخلي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر او وزیراعظم عمران خان وايي ، که څه هم د ملک اقتصاد د تېرو حکومتونو د درغلیو له کبله له سختو مشکلاتو سره مخامخ دی خو د ده په وینا دوي هوډ کړی دی چې ملک به له دې بحرانه باسي.

خو د اپوزېشن ګوندونه د درغلیو تور ردوي او وايي چې عمران خان او ګوند یې نه د ملک چلولو تجربه او نه هم وړتیا لري.

XS
SM
MD
LG