د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې د عدالتونو کار پیلېدو ته مشران او شنونکي خوشاله دي


پراګ ـ په باجوړ ضلع کې په لومړي ځل د پاکستان د ښاري سیمو په څېر عدالتونو په کار پیل وکړ. د جون پر ۲۸مه د باجوړ په مرکز خار سیمه کې د عدالتي کارویانو پیل د یو شمېر مقدمو له اورېدنې څخه وشو.

قانون پوهان، سیاستوال او د سیمې مشران دا یو نېک ګام بولي او ګڼي چې له دې سره به د ځايي اولس ستونزې هوارې شي او هغوی به د انصاف ترلاسه کولو لپاره نه اړکېږي چې پېښور او نورو ښاري سیمو کې عدالتونو ته لاړ شي.

د جون پر ۲۸مه د ضلعي او سېشن جج نصرالله خان ګنډاپور او د نورو قضايي افسرانو په موجودګۍ کې د مقدمو اورېدنه پیل شوه. راپورونه وايي، په لومړۍ ورځ د لسو زړو او نویو مقدمو اورېدنه وشوه.

قانون پوه اعجاز مومند وايي، پر دغو عدالتونو په زیات شمېر کې خلک ورمات دي:

"خلک په ډېرې تېزۍ سره عدالتونو ته روان دي. دوی ډېر خوشاله دي، ځکه چې هغوی خو به پخوا د تحصیدار دفتر ته نه شوای تلی، خو دلته سول او سېشن جج غوندې اعلی چارواکي د دوی خبرې اوري. بله دا ده چې فیصله ډېر زر مې ته راځي، مثلا که چا سره زیاتی شوی وي او په جېل کې وي، دوی فیصله کوي او هغه کس په سبا خوشې کېږي."

د پاکستان پارلېمان د ۲۰۱۸ز کال په می میاشت کې د فاټا د اییني اصلاحاتو منظوري ورکړه چې له ترمخه یې په قبایلي سیمو کې د اېف سي ار قانون ختم او پر ځای یې د پاکستان د نورو سیمو په څېر عدالتي واک غځول شوی وو.

د تېرکال په اکتوبر کې د قبایلي ضلعو لپاره عدالتونه غځول شوي وو، خو دا عدالتونه په ښاري سیمو کې وو. د مومندو لپاره په شبقدر او د باجوړ لپاره په تیمرګره کې عدالتونه جوړ شوي وو. هم دا صورتحال په نورو قبایلي ضلعو کې هم وو. خو باجوړ لومړنۍ قبایلي ضلع شوه چې په مرکز خار کې یې عدالتونو په کار پیل وکړ.

د باجوړ یو ځايي ملک دفترخان وايي، دوی باجوړ ته د عدالتونو په ورتګ خوشاله دي:

"موږ ورته هرکلی وایو او امید لرو چې دلته به په انصاف فیصلې کېږي. د غو عدالتونو په وجه باندې به که خدای کول موږ ته په خپل درشل انصاف ترلاسه شي."

سیاسي ګوندونه هم په دې نظر دي چې د قبایلو د ژوند د ښه کېدو طرف ته ګام اخېستل شوی دی. د باجوړ سیمې سره تړاو لرونکی سیاستوال اخوندزاده چټان چې د پیپلز ګوند غړی او د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی دی وايي، د دې ورځې د لیدو لپاره کلونه کلونه سیاسي مبارزه شوېده:

"موږ د دې لپاره ۵۰ کاله مبارزه کړې ده چې موږ ته دې د اپیل، وکیل او دلیل حق راکړل شي. موږ امید لرو چې له دې سره به ظلم او زیاتي پای ته ورسېږي، په جرایمو کې به کمی او په خلکو کې به رڼايي راشي."

قانون پوه شهاب الدین خټک وايي د پخوانیو قبایلي سیمو چې د ده په وینا نیمه خپلواکې وې،د خیبر پښتونخوا پر صوبه په ګډولو مرکز ډېرې زیاتې سیاسي ګټې ترلاسه کړې دي، نو اوس پکار ده چې په دغو سیمو کې د عدالتونو د انفراسټرکچر یا بنسټونو د جوړونې لپاره لاس په کار شي.

"پکار ده چې په دغو ضلعو کې دننه زر تر زره په هنګامي بنیادونو باندې عدالتونه جوړ شي،د قاضیانو د استوګنې بندوبست دې وشي او د هغوی د ملازمینو د ژوند، رهایش او روزګار غم دې وخوړل شي."

موږ د دې لپاره ۵۰ کاله مبارزه کړې ده چې موږ ته دې د اپیل، وکیل او دلیل حق راکړل شي.
اخوند زاده چټان

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان د روان کال د فبرورۍ پر نهمه په قبایلي ضلعو کې د عدالتونو د جوړولو منظوري ورکړې وه. هغه مهال د وزیراعلا له دفتره په خپره اعلامیه کې ویل شوي وو، په قبایلي ضلعو کې به د اوو ضلعي او اوو سېشن قاضیانو، ۱۴ اېډېشنل او سېشن قاضیانو په ګډون د ۹۰۰ نه په زیاتو څوکیو به کسان په کار ګومارل کېږي.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي په تېره فبرورۍ کې ویلي وو، په ځینو قبایلي ضلعو کې چې د عدالتونو لپاره ودانۍ موجودې دي، هلته به خلک خپلې مسلې دغو عدالتونو ته وړي او په کومو سیمو کې چې ودانۍ نشته، هلته به د ودانیو بندوبست کوي.

XS
SM
MD
LG