پراګ ـ د خېبر ضلعې ملکان وايي، حکومت ورسره ژمنه کړې ده چې د جولای پر دويمه نېټه به ورته هغه مالي مراعات بحال کړي چې د پخوانۍ فاټا په صوبه کې تر ورګډېدو وروسته درول شوي وو.
دغو مراعاتو ته مواجب ويل کېږي چې د انګريزانو له وخته راهيسې حکومت پلوه ملکانو ته ورکول کېدل خو تر انضمام وروسته ودرېدل.
د خېبر ضلعې يو قبايلي مشر ملک بسم الله خان اپريدي د جون پر ۳۰مه نېټه مشال راډیو ته وويل، قبايلي مشرانو ته د حکومت له خوا د مراعاتو درېدو پرضد دوی پېښور های کورټ کې درخواست هم جمع کړی دی.
نوموړي وويل چې په ۲۰۱۸م کال کې د قبايلی ضلعو په خېبرپښتونخوا د ورګډولو په نتيجه کې د پولټيکلي نظام تر ختمېدو وروسته قانوني پېچلتياوې رامنځ ته شوې او مشرانو ته مراعات ورکول ودرول شول.
خو دده په خبره، د خېبرپښتونخوا وزيراعلا عدالت ته ويلي چې دوی په دې اړه نوې تګلاره او قانوني طريقه کار جوړوي.
ملک بسم الله خان زياته کړه، په دې تړاو د خېبر ضلعې ملکانو د جون پر ۲۶ نېټه د پېښور له کمېشنر سره وليدل او پر دې موضوع يې ورسره خبرې وکړې.
له دې ملاقاته وروسته د جون پر ۲۸مه نېټه د خېبر ضلعې ډپټي کمېشنر محمود اسلم وزير په باړه کې د قبايلي مشرانو جرګې ته وويل چې د جولای پر دویمه نېټه به دوی د مواجب ورکولو سلسله بیا پیل کړي.
چارواکو به پخوا د مواجب پیسې په لفافه کې ملکانو ته ورکولې خو د ملک بسم الله خان په وينا چې اوس به دا د بانکي چېک په صورت کې ورکول کېږي.
اياز مندوخېل يو حکومتي چارواکی دی او د پخوانۍ فاټا په جنوبي وزيرستان او کورمه کې اسسټنټ پولټيکل اېجنټ پاتې شوی دی.
نوموړي د جون پر ۳۰مه نېټه مشال راډیو ته وويل، کله چې انګريزان په هندوستان کې واکمن ول نو د خپلو ګټو لپاره يې د قبايلی ضلعو ملکانو ته د پېسو په صورت کې مراعات ورکول چې د پاکستان تر جوړېدو او بيا د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا کې تر ضم کېدو پورې يې دوام وکړ.
دده په وينا، هر ملک ته به د مياشتۍ څلور روپۍ شپاړس پيسې ورکول کېدې چې دا ډېرې کمې وې خو د ده په وينا د دې پېسو علامتي ارزښت زيات وو.
اياز مندوخېل زياتوي چې مواجب یا د اعزازیې ورکولو سره به په رسمي توګه دا ومنل شوه چې ملک يا مشر د حکومت په کور کې يو حیثیت لري.
دده په خبره، مواجب تر لاسه کوونکي ملک به دا حق درلود چې که سيمې ته ولسمشر، وزيراعظم، ګورنر يا بل لوړپوړی چارواکی ورځي نو دی به ملاقاتيانو په ډله کې خامخا شامل وو.
د دې ترڅنګ هغه ملک به د سيمې خلکو ته دا تاثر ورکاوه چې دی ځواکمن دی چې يو رسمي حیثیت لري او له دې سره سره هغه به د پولټيکل اېجنټ له خوا په ټاکل شوې سرکاري جرګو کې هم شامل وو.
نوموړی زياتوي، په پخوانۍ فاټا کې به د ملک جوړېدو لپاره په ډېره لوړه کچه سپارښتنې کېدلې.
اياز مندوخېل له يوه سرکاري افسر پرته د پښتنو پر تاريخ او په تېره بيا د قبايلي ضلعو لپاره د انګريزانو د جوړ نظام په اړه ژوره مطالعه هم لري.
دده په نظر بايد د انګريزانو تر وتلو وروسته د پاکستان حکومت د مواجب ترڅنګ د ملکانو او مشرانو نور مراعات ختم کړي وای.
دی وايي، د قبايلي ضلعو په خېبرپښتونخوا کې تر ورګډولو وروسته که دغه مراعات بيا پیل شي نو له دې سره به د حکومتدارۍ شفافيت تر پوښتنې لاندې راشي.
د نوموړي په وينا، مواجب لرونکی ملک يا مشر به د حکومت په خوښه کار کوي، او دې ته به نه ګوري چې هغه کار سم دی او که ناسم.