د لاسرسي ځای

تازه خبر

جينيوا: پي ټي ايم د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته احتجاج وکړ


د مظاهرې ګډونوال
د مظاهرې ګډونوال

د جولای په لومړۍ نېټه، په يورپ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړو د سويټزرلېنډ په جينيوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته تر مظاهرې ورسته، دې ادارې ته په ليکلي بڼه وويل چې پر پاکستان دې د علي وزير، محسن داوړ او دې غورځنګ نورو غړو د خوشي کولو لپاره فشار واچوي.

وزير او داوړ د مې په ۲۶مه د شمالي وزيرستان په خړ کمر کې د پوځ له خوا د ياد غورځنګ پر غړو تر ډزو وروسته ونيول شول.

د جينيوا په مظاهره کې خوا او شا زر کسان شامل وو. په دوی کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر عادل خټک د جولای په اوله مشال راډيو ته وويل چې ملګري ملتونه کولی شي پر پاکستان فشار واچوي. هغه زياته کړه: ((په پاکستان کې پښتانه غېب کړل شوي دي. د پښتنو حقونه تروړل کېږي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر مخې ته چې موږ کومه مظاهره کوله نو په دې وخت کې يې چارواکي راووتل او موږ ورته په دې اړه خپل اسناد ورکړل. دوی بايد دا مسله د پاکستاني حکومت سره راپورته کړي.))

د پاکستان پوځ ويلي چې د مې په شپږ ويشتمه په خړ کمر کې د پارليمان غړو او د دې غورځنګ مشرانو، علي وزیر او محسن داوړ خپل ملګري وهڅول او هغوی پر پوځي چيک پوسټ بريد وکړ. د پوځ په خبره له دې کبله يې پر هغوی ډزې وکړي، درې کسان يې ووژل او پنځه پوځيان زخميان شول. پښتون ژغورنې غورځنګ بيا وايي چې د دوی پنځلس کسان وژل شوي دي. د خېبر پښتونخوا حکومت هم د پنځلسو وژل شوو کسانو کورنيوو ته د معاوضې ورکولو اعلان کړی وو.

تر دې وروسته په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ اکثره مشران ونيول شول. د دې غورځنګ غړي وايي چې اوس په بهر نړۍ کې د مظاهرو په کولو سره د پاکستان پر امنيتي ادارو فشار اچول غواړي. نن په جينيوا کې د دې غورځنګ مظاهره چيانو د امن او احتجاج په د نښو په توګه سپين او تور بېرغونه د ځانونو سره ليږدول. دوی د منظور پښتين سرې خولۍ پر سر کړې وي. په مظاهرې کې د دې غورځنګ يو مشر اورنګزیب زلمي مشال راډيو ته وويل ملګري ملتونه بايد د پښتنو د حقونو له سرغړونې خبر وي. ((موږ پښتانه امن غواړي. لکه د دنيا د بل هر قام په شان په سوله کې اوسېدل غواړو. دا حق بايد موږ ته راکړل شي.))

XS
SM
MD
LG