د لاسرسي ځای

تازه خبر

قانون پوهان پر پي ټي ایم جوړو مقدمو ته څنګه ګوري؟


د پي ټي ایم نیول شوي مخکښان علي وزیر او محسن داوړ
د پي ټي ایم نیول شوي مخکښان علي وزیر او محسن داوړ

پراګ: د خیبر پښتونخوا د بنو پولیس تور پورې کړی دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ غړي حنیف پښتین اود هغه دوو ملګرو د چاپې پر مهال پر پولیسو ډزې کړې دي چې پکې یو سرتېری وژل شوی او دوه ژوبل دي.

دا خبره د پولیسو سیمه ییز مشر عبدالله خان او د بنو د پولیسو مشر یاسر اپریدي د جولای پر څلورمه په خبري غونډه کې وکړه.

پولیسو دا درې وړاړه کسان نیولي او د ترهګرۍ ضد څانګې ته یې سپارلي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي په ترهګرۍ تورن شوي او نیول شوي دي بلکې تر دې وړاندې هم د یاد غورځنګ د نورو مشرانو په ګډون د پارلمان پر غړو علي وزیر او محسن داوړ هم ورته تورونه پورې شوي او په زندان کې اچول شوي دي.

د یاد غورځنګ مشر منظور پښتین د بنو تر دې تازه پېښه وروسته پر فیسبوک په ویډیويي وینا کې یو ځل بیا خپل دریځ تکرار کړ پر ریاستي ادارو یې غږ وکړ چې د ده په وینا ، پښتون ژغورنې غورځنګ د ترهګرۍ خلاف راپورته شوی دی او ریاستي ادارې دي د دوي غړي په ترهګرۍ نه تورنوي.

اوس پوښتنه دا ده چې قانون پوهان د پښتون ژغورنې غورځنګ پرضد د امنیتي ادارو له اړخه درج کړل شویو مقدمو ته څنګه ګوري؟

د بلوجستان های کورټ وکیل منیر کاکړ اډوکېټ مشال راډیو ته وویل د پاکستان آیین ټولو وګړو ته د بیان او رایې څرګندولو حق ورکړی دی.

ده وویل ، “ د پي ټي ایم فعالیتونه د ترهګرۍ په زمره کې نه راځي او دا یوازې په سیاسي توګه ویرول دي او که چېري ټولې ادارې پر آیین عمل وکړي نو بیا به د پي ټي ایم غوندې سازمانونه نه رامنځ ته کېږي.”

منیر کاکړ اډوکېټ د نامه له یادولو پرته وویل چې په پاکستان کې ځینې ادارې داسې دي چې په خپله آیین نه مني او په نورو یې مني.

پښتون ژغورنې غورځنګ په وار وار ویلي چې دوي د پاکستان په آیین او قانون کې دننهد پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

قانون پوه شاه خاور مشال راډیو ته وویل ، پښتون ژغورنې غورځنګ چې د پاکستان آیین مني نو هغوي ته هغه ټول حقونه حاصل دي کوم چې په آیین کې د ملک یو وګړي ته ورکړل شوي دي.

شاه خاور وویل ، “ د پاکستان په آیین کې پنځم نمر ارټیکل د ملک هر وګړي ته د بیان د ازادۍ او د خپلې رایې د څرګندولو اجازه ورکوي نو چې پي ټي ایم دا آیین مني نو بیا دا حقونه هغوی هم لري او باید چې ورکړل شي.”

د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو پرضد د چاپو او ګرفتاریو لړۍ له هغه وروسته تونده شوې ده چې د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور د روان کال د اپرېل پر ۲۹مه په خبري غونډه کې وویل ، د پي ټي ایم وخت نور ختم دی.

خو پښتون ژغورنې غورځنګ وايي ، دوي به پر هر څه سربېره د پاکستان په آیین کې دننه د خپلو غوښتنو تر پوره کېدو مبارزې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG