په اباسین کې د شانګلې ډوبه شوې کشتۍ کې سپاره کسانو کې یوشمېر کسان له هم نه دي موندل شوي او د دې خلکو کورنیو وايي دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د خپلو خپلوانو مړي دې ورته راوباسي.
د دوی په خبره چې حکومت ناکامه شوې چې د دولس ورځو تېرېدو باوجود يې لاهم مړي نه دي را-اېستل شوي.
بل پلو د صوبايي حکومت وینا ده چې د اوبو بهېدنه تنده ده ځکه ورته ستونزې ورپېښې دي او دوی به اوس یو واري بیا د لټون عمل شورو کوي.
د شانګلې ځايي ولس او انتظاميه په وینا چې د جولای په درېمه په اباسین کې له تربېلې سره نزدې د برګ په مقام ډوبه شوې کشتۍ کې په سورو کسانو کې ۲۴ تنه لا هم لادرکه دي.
د دوی په وینا چې هم داسې بې اسرې د سیند په غاړه ناست دي او حکومت ورسره هېڅ مرسته کمک نه کوي چې د خپلوانو مړي ورته ترلاسه شي چې تسلي يې وشي.
د جولای په څوارلسمه د شانګلې د دیدل کماچ سیمې یو تن سرزمین خان مشال راډیو ته وویل چې دوی خپله د خپلو مړیو راویستلو کوشش کوو خو حکومت ورته پرې نه ښودل او نن دا دی دولسمه ورځ ده خو حکومت په دغه ۲۴ کسانو کې د یوه مړي هم نه دی را-اېستلی.
د نوموړي په خبره: ''زما پکې دوه ورېرونه دي او یو مې پکې د ترور زوی دی او یو مې پکې خوریې ډوب شوی دی نو حکومت ته زموږ دا خواست دی چې دا تربېله ډېم دی ازاد کړي په دې کې کشتۍ پرته ده چې زموږ تسلي وشي او زموږ غم ورځ په ورځ زیاتېږي چې موږ ته لاشونه نه ملاوېږي نو حکومت دې زموږ مرسته وکړي او زموږ مړي دې موږ له راوباسي.''
هم دا رنګ یو بل تن امروز خان مشال راډیو ته وویل: ''یو انږور او زوی يې لادرکه دي او ټوله کورنۍ يې د لاشونو په انتظار ده او یواځې د لمسي مړي مې موندل شوی دی او موږ له حکومته غوښتنه کوو چې زموږ دا مړي ژر تر ژره راوباسي.''
مشال راډیو چې په دې اړه د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي نه وپوښتل نو د هغه وینا وه د اوبو بهېدنه زیاته ده نو ځکه ورته په لټون کې ستونزې وې خو اوس به بیا دوی د لټون دغه عمل پیلوي او په دې به لس دولس ورځې لګېږي نو هیله ده چې دغه لادرکه مړي ورته ترلاسه شي.
بل پلو د سیمو د خلکو وینا ده چې له درېمې جولای څخه حکومت د کشتیو تګ راتګ بند کړي چې له کبله يې دوی ته ډېر مشکلات ورپېښ دي او دا ځکه چې د دوی د تګ راتګ یواځنۍ ذریعه هم دغه کشتیانې دي چې پکې خلک هم ځي راځي او د خوراک څښاک سامانونه پکې هم راوړي نو باید چې حکومت ماڼوګانو ته د کشتیو چلولو اجازت ورکړي.