د لاسرسي ځای

تازه خبر
په خېبر ضلع کې ځايي خلک رايې کاروي
په خېبر ضلع کې ځايي خلک رايې کاروي

قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات

په قبايلي ضلعو کې د جولای پر ۲۰مه د صوبايي اسمبلۍ انتخابات کېږي. دا لومړی ځل چې د دې سيمو خلک د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره خپل استازي ټاکي.

په قبايلي ضلعو کې د جولای پر ۲۰مه د صوبايي اسمبلۍ انتخابات کېږي. دا لومړی ځل چې د دې سيمو خلک د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره خپل استازي ټاکي.

  • په دې سيمو کې د ۱۶ عامو چوکيو لپاره ۲۸۵ نوماندان ميدان ته راوتلي دي. پر دې سربېره د ښځو لپاره څلور ځانګړي چوکۍ او د مذهبي لږکيو لپاره يوه ځانګړې چوکۍ هم شته.
  • د پاکستان انتخاباتي کميسيون د ۲۰۱۸م کال تر پارليماني ټاکنو وړاندې قانون جوړ کړی و چې له مخې يې په هره انتخاباتي حلقه کې د ښځو ۱۰ فيصده رايې لازمي ګرځول شوي وې.
  • دا انتخابات تر هغه وروسته کېږي چې د ۲۰۱۸م کال په مې مياشت کې د پاکستان په ايين کې تر ۲۵م بدلون وروسته فاټا په خېبر پښتونخوا صوبه ورګډه کړل شوه.
  • د پاکستان انتخاباتي کميسيون د معلوماتو له مخې په قبايلي سيمو کې ۲۸ لکه کسان د رايو کارولو حق لري.
۱۷:۰۸ ۲۰.۷.۲۰۱۹

د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د ۱۶ چوکيو لپاره د رايو اچولو بهير مازيګر پنځه بجې پای ته ورسېدی خو هغه کسان لا هم خپله رايه کارولای شي چې د رايو په مرکزونه کې دننه ولاړ دي او خپل وار ته انتظار کوي.

۱۶:۴۷ ۲۰.۷.۲۰۱۹
د جنوبي وزیرستان خلک په انتخاباتو خوشاله دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:40 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

۱۶:۲۲ ۲۰.۷.۲۰۱۹
په جنوبي وزیرستان کې هم د رایو اچول روان دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:38 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

۱۶:۰۱ ۲۰.۷.۲۰۱۹

ګڼو رايو ورکوونکو د رايو له کارونې وروسته خوښي وښوده چې په لومړي ځل دا فرصت ورکړل شو چې صوبايي اسمبلۍ ته خپل استازي ولېږي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG