د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ د ۱۶ چوکيو لپاره د انتخاباتو بهير نن [د جولای پر ۲۰مه] سهار اته بجې پېل شو چې د مازيګر تر پنځو بجو به دوام ولري.
د قبايلي ضلعو په دې لومړيو صوبايي انتخاباتو کې ۲۸۵ کانديدان برخه اخلي او د راجسټر رايو اچوونکو شمېر څه باندې ۲۸ لکه دی.
د انتخاباتي کميسيون د شمېرو له مخې د ووټونو يا رايو اچولو ۱۸۹۷ مرکزونه دي چې پکې له نيمايي زيات ډېر حساسه يا حساسه ګرځول شوي دي.
د جنوبي وزيرستان مرستيال کمشنر نعمان افضل اپريدي مشال راډيو ته وويل چې د دې ضلعې پر دوو صوبايي حلقو پي کی ۱۱۳ او ۱۱۴ باندې د شا و خوا ۴۰ نوماندانو ترمنځ سيالي ده. په دې حلقو کې ۲۳۷ د رايو اچولو مرکزونه جوړ کړل شوي دي.
د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ د ۱۶ چوکيو لپاره د انتخاباتو بهير نن سهار اته بجې پېل شوی چې د مازيګر تر پنځو بجو به دوام ولري.