د پاکستان تحریک انصاف حکومت مخالف ګوندونه د ۲۵ جولای مه د تورې ورځې په توګه ولمانځله او وايي چې يو کال وړاندې د عامو انتخاباتو پر مهال ولسي واکمني غلا شوې او نن د دې احتجاج له لارې ولس وايي، دا حکومت نه مني.
د متحده اپوزیشن لخوا په پېښور، کوټه، کراچۍ او لاهور کې جلسې راجوړې کړل شوې دي.
هره ورځ توره ورځ ده
بلخوا د بلوچستان مرکز کوټې په صادق شهید لوبغالي کې د اپوزیشن ولسي غونډې ته په وینا کې د پخواني وزیر اعظم نواز شریف لور مریم نواز په خپله وینا کې وویل چې د دې پلار په ۲۰۱۸ز کال په همدغه ښار کې دعبدالصمد خان اڅکزي تلینغونډې ته په خپله وینا کې د دې صوبې له ولس سره دا خبره کړې وه چې دی په پاکستان کې د ایین بالادستي غواړي.
د مریمې وینا وه پلار یې ځکه په زندان کې دی چې هغه یو جمهوري پاکستان جوړل غواړي، د ولس واکمني غواړي او د ایین برلاسیتوب غواړي. دلته په دې صوبه کې یو جمهوري حکومت ړنګ کړل شو او په شپه شپه باپ (بلوچستان عوامي پارټۍ) جوړه کړل شوه او حکومت یې ورته ورکړ.
د کوټې لویې ولسي غونډې ته مریم نواز زیاته کړه چې نور پاکستان په دې ملک کې چوڼ کړی/سلېکټډ وزیر اعظم نه مني. هغې په خپله وینا کې له ولسه ژمنه واخیسته، د حکومت خلاف چې کله اسلام اباد ته لاریون/مارچ کوي نو د بلوچستان ولس به په لوی شمېر کې برخه اخلي.
دې وویل د حکومت خلاف ځکه راوتلي دي چې جمهوریت په خطر کې دی، ګراني ورځ تر بلې زیاتېږي، پر میډیا بندیزونه دي. نو د ولس په ملګرتیا به ملک له دې درانه کړکېچه/سنګین بحرانه راباسي. د دې په خبره له کله چې د عمران خان حکومت راغلی دی په دې ملک کې هره ورځ توره ورځ ده.
پرپي ټي اېم ولې بندیر دی؟
د نېشنل پارټۍ مشر ډاکټر مالک په خپله وینا کې وویل، په پاکستان کې دوی تل د جمهوریت ژغورلو لپاره مبارزه کړې ده، هغه که د جنرل ایوب خان مارشل لا وه یا د پوځي دیکتاتور جنرل ضیالحق واکمني وه، که د جنرل مشرف دور وو یا هم اوس، دوی به هېڅکله د ولس له حکمرانۍ پر شا نه شي.
هغه زیاته کړه چې دلته پر پښتون تحفظ مومنټ بندیزونه لګول کېږي. دوه منتخب پارلیماني غړي علي وزیر او محسن داوړ یې له اییني حقه بې برخې کړي دي او پارلمان ته د راوستلو اجازه نه ورکول کېږي.
د ډاکتر مالک وینا وه چې د سنیدک، سویي او اوس د ګوادر بندر بې درېغه شوکه روانه ده. هغه غوښتنه وکړه چې د ګوادر بندر اختیار دې د بلوچستان صوبايي حکومت ته ورکړل شي.
استبلشمنټ پاکستان پر داو لګولی
د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي جنرل سېکرېټري میا افتخار حسین په خپله وینا کې وویل، دلته سیاسي ګوندونه په لوی لاس له پارلمانه د لیرې ساتلو هڅې شوې. د ده وینا وه که څه هم دوی یې له پارلمانه لیرې وساتل خو د خلکو له زړونو یې لیرې نه کړل. نوموړي له اسټبلشمنټه پوښتنه وکړه چې د یوه ګوند د راوستلو لپاره یې ولې ټول ګوندونه و دېواله ته ودرول. د میا افتخار په خبره د یوه ګوند واکمنولو لپاره اسټبلشمنټ د ملک راتلونکې پر داو لګولی دی. د ده وینا وه چې اسټبلشمنټ او د دوی حکومت د ولس زور ته نه شي تمېدلای.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د تورې ورځې په تړاو خپله وینا کې وویل، د پاکستان راتلونکې یوازې په جمهوریت او ایني برلاسیتوب کې دی. دلته د ۱۴۴مې دفعې په ماتولو د باچا حان د خدايي خدمتګار تحریک د غړیو په ګډون په پښتونخوا او نور پاکستان کې په زرګونه خلک وژل شوي خو د ایین په څیرلو او له منځه وړلو هېچا ته سزا نه ورکول کېږي. د نوموړي وینا وه چې دا ملک [پاکستان] د پوځ لپاره جوړ دی که پوځ د ملک لپاره جوړ دی.
اڅکزي وویل، د پاکستان هر پوځي جنرل او کرنل چې د ایین احترام کوي نو دی ورته په سلامي ولاړ دی خو که یې د ایین درناوی نه کولو د هغه پروړاندې به پاڅون کېږي.
ده وویل په ملک کې مو له لومړۍ ورځې پر دې مسله [پر ولسي واکمنۍ] جګړه ده. هغه وړاندیز وکړ چې یوه لویه جرګه (ګول مېز کانفرنس) راوغوښتل شي او د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس، ججانو او بار، میډيا، سیاسي ګوندونو او جنرالانو ته خواست وکړ چې له دې بحرانه د ملک اېستلو لپاره سره کښېني. که دا نه مني تو بله لار چې ډېره سخته ده هغه د پاکستان ایین په دفاع کې کوڅو ته راوتل دي. او هر هغه څوک به چېلنجوي چې د ولس واکمني نه مني.
په پېښور کې یوې لویې جلسې ته په وینا کې د مخالفو ګوندونو مشرانو د تحریک انصاف پر حکومت سختې نيوکې کړې او ويلي يې دي نن ولس د چوڼ/غوره (سیلېکټډ) وزیراعظم او حکومت پرضد توره ورځ لمانځي او دغه جلسې د حکومت پرضد بې باوري ښيي.
ولس چوڼ شوی وزیر اعظم رد کړ
د پېښور جلسې ته په وینا کې د جمعيت علماء اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان وويل، چوڼ (سلېکټډ) وزيراعظم اوس رد (ريجکټډ) جوړ شوی دی. هغه وويل قوم عمران خان رد کړی دی او د دوی میليون مارچ به تاريخي وي. هغه زياته کړه جېلونه به ډکوو او دغه حکومت نه منو، هغه ټولو سياسي غړیو او مشرانو ته په میليون مارچ کې د ګډون بلنه هم ورکړه.
وران وزیرستان شو، کورونه په اسلام اباد کې جوړوي
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وويل، د نوازشریف لور او د اصف زرداري خور عدالتونو ته وړاندې کېږي خو د عمران خان خور عليمه خان تش په جرمانه ورکول پرېښودل شي. هغه وويل د ملک تقدير بدلوونکی دې خپل بچي وزيرستان ته ښکاره خو کړي. هغه وويل تباهي په وزيرستان کې شوې او حکومت کورونه په اسلام اباد کې جوړوي.
په کال دننه یې د پاکستان بېړۍ ډوبه کړه
د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد شېر پاؤ وويل، نننۍ جلسې د حکومت پرضد د بې باورۍ څرګندونه ده او د تحریک انصاف حکومت په يو کال کې دننه د ملک بېړۍ چپه کړه.
هغه وويل عمران خان ملکي امنيت په خطره کې اچولی په ملک کې جمهوريت نشته پارلیمان په ټپه ولاړ دی.
له پاکستانیانو یې سوالګر جوړ کړل
د مسلم ليګ ن ګوند احسن اقبال جلسې ته په وینا کې وويل، وزيراعظم د ملک شکل وران کړو، اقتصاد تباه شو او د ترقۍ شرح له اتو فيصدو څخه درې فيصدو ته راکوزه شوې ده. هغه زياته کړه عمران خان به ويل که ايي اېم اېف ته ولاړ نو خودکشي به وکړي خو اوس يې د پاکستان له ولسه سوالګر جوړ کړي دي.
د پاکستان پيپلز ګوند نير بخاري په خپلو خبرو کې وويل په ۲۵م جولایۍ ۲۰۱۸ د پخواني پوځي امر د وخت بل شوکت عزيز پر دوی مسلط کړ.
عمران خان او سنجراڼی داوړه به ډوبېږي
هغه وویل نه به عمران خان بچ کېږي او نه د سېنېټ چېرمېن صادق سنجرانی، دواړه به ډوبوي او زياته یې کړه متحده اپوزيشن به ډېر زر د خلاصي ورځ ولمانځي.
مخالفه ګوندونو نن له پېښور سره سره په کوټه، کراچۍ او لاهور کې هم جلسې اعلان کړي دي.
د ۲۰۱۸ز کال پر ۲۵م جولای په پاکستان کې عام انتخابات شوي ول او تحریک انصاف پکې بریالی شوی وو خو مخالف ګوندونه د عمران خان د بري تر شا د اسټبلشمنټ لاس بولي.
خو بل لور ته وزيراعظم عمران خان بېګا شپه اعلان کړی نن به د مننې ورځ لمانځي.
حکومت وايي مخالفه ګوندونه د خپلو غلاګانو او درغليو پټولو لپاره جلسې جلوسونه کوي.
عمران خان پاکستان وران کړ
په لاهور کې د تورې ورځې په تړاو یوې لویې ولسي غونډې ته د مسلم لیګ ن مشر شهباز شریف په خپله وینا کې وویل، عمران خان پاکستان وران کړ، د احتساب په نامه بدترینه غچ اخلي، د ده په وینا دا یې وخت دی چې په روغتونونو کې د دارو درملو نشتون، ګراني او غربت حساب واخیستل شي.
سیاستوال نه سیاست پر نښه دی
په کراچۍ کې هم د تورې ورځې (جولای ۲۵مه) په مناسبت اپوزیشن ګوندونو ډېره لویه غونډه وکړه. د پاکستان پیپلز پارټۍ ګډ مشر بلاول بوټو زرداري په خپله وینا کې وویل، چې د ولس ژغورنې لپاره نن موږ ټول یو شوي یو، جمهوریت په خطر کې دی، هېڅ یو سیاسي ګوند په یوازې سر د پاکستان ستونزې او مسلې نه شي هوارولای. د ده په وینا نن یوازې سیاستوال نه بلکې سیاست پر نښه دی. غریبي نه بلکې غریب پر نښه ده، نن پارلیمان او جمهوریت پر نښه دی، یوڅو قوانینه نه بلکې آیین پر نښه دی، میډیا نه د میډيا ازادي پر نښه ده، د بیان ازادي پر نښه ده. د بلاول په وینا دوی د درغلیزه ټاکنې او جعلي حکومت نه مني. هغه وویل، د انساني حقونو ژغورنې لپاره موږ ټول یوموټي یو.
دغې جلسې ته د جمعیت علماء اسلام (ف) سیکرېټري جنرل مولانا عبدالغفور حیدري، پاکستان مسلم لیگ (ن) مرستیال مشر صدر ایاز صادق، د عوامي نېشنل پارټۍ د خیبر پښتونخوا صدر ایمل ولي خان، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د اطلاعاتو سېکرېټري رضا محمد رضا اود نیشنل پارټۍ اسحاق بلوڅ هم ویناګانې وکړې.