د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت: په دوو اونیو کې به له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل شي


په روس کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو پخوانی عکس
په روس کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو پخوانی عکس

پراګ: د افغانستان حکومت وايي چې تر راتلونکو دوو اونیو به یې له طالبانو سره د سولې لپاره مخامخ خبرې اترې پیل شي.

دا خبره د افغانستان د سولې چارو د دولت وزارت د جولايي پر ۲۷مه په یو خبرپاڼه کې کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویلي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له ښکېلو اړخونو سره د ۱۵ کسیز پلاوي پر ټاکلو کار او مشورې پیل شوې دي او د خبرو لپاره د پلاوي د غړو فهرست په ورستي پړاو کې دی.

یاده خبرپاڼه زیاتوي چې د پلاوي په غړو کې متخصص ، مسلکي اوهغه کسان شامل دي چې څه موده مخکې یې د دوحې په غونډه کې ګډون درلود.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په راتلونکو دوو اونیو کې د دغه پلاوي د سفر او خبرو اترو لپاره اړین چمتووالی نیسي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مخامخ خبرو په درشل کې د نښتو د کموالي غوښتونکی دی.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د مرکچي پلاوي د غړو په سر په خبرو بوخت دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دې اعلان په اړه لا څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې کول رد کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جولايي پر ۲۲مه په واشنګټن کې له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د لیدو کتو پر مهال ویلي وو چې طالبان به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته هڅوي.

د افغانستان حکومت او امریکايي چارواکي وايي پاکستان پر وسله طالبانو نفوذ لري او باید هغوي له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر کړي.

پاکستان په وار وار ویلي چې دوي پر وسله والو طالبانو دومرې نفوذ نه لري چې هغوي دې هرو مرو د دوي په خوله له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.

XS
SM
MD
LG