د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې بارانونو ۸۳ تنه وژلي


په کراچۍ کې د وروستيو بارانونو پرمهال اخستل شوی عکس.
په کراچۍ کې د وروستيو بارانونو پرمهال اخستل شوی عکس.

د قدرتي ناورینونو سمبالولو قامي اداره وايي په پاکستان کې د يوې مياشتې بارانونو له امله د کورونو په راپريوتو، د سړکونو ماتېدو او په نورو پېښو کې شااوخوا ۸۳ کسان مړه شوي دي.

د دې ادارې د غبرګون څانګې مشر علاودين په سېشنبه مشال راډيو ته وويل: ''په مکمله توګه د ړنګېدلو کورونو شمېر ۱۳۸ دی. د پاکستان تر انتظام لاندې د کشمير په لسوادره کې د جولايي په ۲۳ مه ۲۳ کسان طوفاني باران وژلي دي. په چترال کې يي ډېر کورونه ړنګولي، سړکونه او پولونه يې مات کړي دي او لږ تر لږه د درېوو کسانو د مړه کېدو راپورونه دي. نن سبا د سیند په ښاري سيمو کې بارانونه ډېر تاون رسوي چې پکې د درېوو کسانو د مړه کېدو پخلی شوی.''

په پاکستان کې د طبعي پېښو پروړاندې چټک غبرګون ادارې مشر علاوالدین له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، په بارانونو کې کورونه ځکه ویجاړېږي چې په خوړونو او باراني نالیو کې جوړ دي.

بلخوا د پاکستان شخصي ټي وي جيو وايي په تيرو دوو ورځو کې په کراچۍ کې د بارانونو پرمهال د بجلۍ کرنټ د لګېدو او کورونو چتونو د راپريوتو له کبله د شپږو ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې قامي ادارې چارواکی علاوالدين وايي دوی د ناورینونو پروړاندې تياری نيولی وو خو ولس ورسره بشپړه همکاري نه ده کړې: ''موږ ورته له وخته بشپړ تياری نيولی وو. د ژوند ژغورنې جېکټونه او کښتۍ او نورو ضروري سامان مو له وړاندې چمتو کړې وو. د مون سون بارانونو شورو کېدو له مخه موږ اعلانات کړي وو او خلکو ته مو په وار وار ويلي وو چې له وچوو خوړونو او د اوبو سيندونو سره نږدې کورونه جوړ نکړي خو زموږ په خبرو ځينو خلکو عمل نه دی کړی او په وچوو خوړونو کې يي دننه کورونه جوړ کړي وو.''

بلخوا د خيبر پښتونخوا د موسمياتو څانګې مشر مشتاق علي شا بېګا ناوخته مشال راډيو ته وويل چې دوه ورځې پس د پاکستان په ځينو سيمو کې بيا د بارانونو پیلېدو او سېلاونو امکان دی.

مشتاق علي شا وايي، دا د پشکال موسم (وسه یا مون سون) دی او خلکو ته پکار ده چې سيندونو او خوړونو ته له ورتلو ډډه وکړي ځکه چې څه وخت هم په دې کې اوبه راتلای او زياتېدای شي.

XS
SM
MD
LG