د لاسرسي ځای

تازه خبر

دلي ته د پاکستاني سفیر پر نه استولو د هند خپګان


د هند او پاکستان ترمنځ واګه پوله. ۲۰۱۶زکال، ۲۴م مارچ
تصویر له ارشیفه
د هند او پاکستان ترمنځ واګه پوله. ۲۰۱۶زکال، ۲۴م مارچ تصویر له ارشیفه

د روانې اګست میاشتې پر ۵مه نېټه د هند تر انتظام لاندې کشمیر ځانګړي اییني حیثیت ختمولو پس د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ د سفارتې کچې لانجې ته اوښتی دی.

په چارشنبه اسلام اباد ویلي ول چې د قامي امنيت په غونډه کې یې له پاکستانه د هندي های کمېشنر وتلو پرېکړه کړې خو هند د اسلام اباد دغه فیصله یو اړخیزه بللې او ویلي یې دي چې په دې برخه کې د پاکستان دلایل له واقعیتونو سره سمون نه خوري.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، هند ته یې خبر ورکړی چې خپل سفیر نه وراستوي. د اګست پر اوومه نېټه د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د پاکستان نیشنل سيکيورټۍ کمېټۍ غونډه شوې وه چې پکې لوړ پوړیو حکومتي او پوځي مشرانو ګډون کړی وو.

تر غونډې وروسته، د وزیر اعظم له دفتره په جاري شوي بیان کې ويل شوي چې پاکستان به له هند سره د سفارتي تعلقاتو کچه ټیټوي، دوه اړخیزه سوداګري به ورسره وځنډوي. د کشمیر وروستۍ لانجه به ملګرو ملتونو او امنیت شورا ته وړي. د پاکستان ازادۍ ورځ به له کشمیریانو سره د پیوستون په توګه لمانځي او د هند ازادۍ ورځ به د تورې ورځ په توګه لمانځي.

خو هند له پاکستاني لوري له دوی سره د سفارتي اړیکو پر محدوولو خپګان ښودلی او ویلي یې دي چې پر دې پرېکړه دې بیا-کتنه وشي. د اګست پر اتمه نېټه (پنجشنبه) د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د سفارتي اړیکو په باب پاکستان یواړخیره فیصله کړې ده.

په بیان کې راغلي چې د ایین ۳۷۰ مادې له مخې د جمو او کشمیر په باب ''پرېکړه او اقدام سل په سله د هند کورنۍ معامله ده'' او دا ګام یې په یاده سیمه کې د پرمختګ لپاره اخیستی دی چې په ایین کې د لنډمهالي سمبالښت له کبله یې نه لاره.

د هند دغه ورستی ګام به جنسي او اقتصادي توپیرونه له منځه کړي او معاشي بوختیاوې به وده ومومي.

په بیان کې راغلي دا حیرانوونکې نه ده چې دغه ډول پرمختیايي ګامونه چې په جمو او کشمیر کې هرډول ناهیلۍ ختمولی شي، پاکستان ورته په منفي شالید کې و نه ګوري او خپل دغه جذبات د پولې پورې غاړه د ترهګرۍ کولو لپاره د یوې پلمې په توګه وکاروي.

XS
SM
MD
LG