د بابړې غوندې پېښې پر پښتنو لاهم روانې دي. میا افتخار
د عوامي نيشنل ګوند جنرل سېکرېټري ميا افتخار حسېن وايي د بابړې غوندې پېښې لاهم پر پښتنو روانې دي. د نوموړي په خبره: "که هغه وخت زموږ شپږ نيم سوه کسان په بابړه کې ووژل شو نو د ترهګرۍ په تېرو پېښو هم زموږ تر ۱۲۰۰ زيات ملګري ووژل شول." نوموړي دا څرګندونې د ۱۲م اګست ۱۹۴۸ د بابړې پېښې په ياد کې راټول د چارسدې د بابړې غازي ګل بابا په جومات کې کولې. میا افتخار، اېمل ولي او د ګوند یوشمېر نور مشران یې د بابړې څلي ته هم ورغلل او د ګلونو ګېډۍ یې پرې کېښودلې.