د لاسرسي ځای

تازه خبر

د محسن او علي مقدمه: د ضمانت یو درخواست منظور، بل رد


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

بنو ـ د اګست پر ۱۷مه، د بنو ترهګرۍ ضد عدالت کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د دوو مشرانو او د قامي اسمبلۍ د غړو محسن داوړ او علي وزیر د ضمانت لپاره اورېدنه وشوه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان او وکیلان وايي، د یاد عدالت خپل قاضي دا ځل موجود وو او د هغه په وړاندې وکیلانو بحثونه وکړل.

د مدافع او مخالفو وکیلانو له دلایلو وړاندې کولو وروسته د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي پخپله پرېکړه کې په یوه مقدمه کې د دواړو ضمانت منظور کړ او په دوهمه مقدمه کې یې ضمانت رد کړل شو.

د علي وزیر او محسن داوړ په دفاع کې عبدالطیف اپریدي، سنګین خان او یوشمېر نور وکیلان په عدالت کې حاضر شول.

سنګین خان وروسته مشال راډیو ته وویل:

"د علي وزیر او محسن داوړ خلاف دوه کیسونه جمع شوي، یو د خړ کمر کیس او بل پر امنیتي سرتېرو د برید کیس. عدالت په دوهم کیس کې د هغوی ضمانتونه منظور کړل، خو د خړ کمر کیس کې یې ضمانتونه رد شول."

نوموړی وايي، دوی به اوس په پېښور های کورټ کې د خړ کمر کیس د ختمولو لپاره اپیل کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو یو مخکښ ندیم عسکر وايي،دوی به د خپلو مشرانو د خلاصولو لپاره عدالتي کاروايي او مبارزه دواړه جاري ساتي.

محسن داوړ او علي وزیر د مې پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د تاوتریخوالي له پېښې وروسته د پاکستان امنیتي ادارو نیولي او پر ضد یې پرچې کټ شوې دي.

XS
SM
MD
LG