د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، د کشمیر مسله په نړېواله کچه پورته کوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پراګ ـ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د کشمیر په معامله د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل غونډه یوه لویه سفارتي کامیابي بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اګست په ۱۶ مه په خپله غونډه کې پر هند او پاکستان غږ وکړ چې د کشمیر معامله دې د خپل مینځي خبرو اترو له لارې هواره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اګست پر ۱۷مه، په اسلام اباد کې د پوځ د ویاند میجر جنرل اصف غفور سره یو ځای یوې خبرې غونډې ته په وینا کې وویل چې په نړیواله کچه د کشمیر د معاملې د ښکاره کولو لپاره په یوې منظمې ستراتېژۍ کار کوي.

نوموړي وویل:

"موږ د بهرنیو چارو په وزارت کې دننه [کشمیر سېل] جوړوو. دوهم ما دا پریکړه کړې چې د دنیا په مهمو پلازمېنو کې به په خپلو سفارتونو کې د کشمیر څانګه پرانیزو، هلته به د کشمیر د چارو لپاره یو یو مسوول تن وي چې زموږ روانې هڅې به پر مخ وړي."

خو د سیاسي او سیمه ییزو چارو ځیني پوهان بیا وايي چې پاکستان په نړیواله کچه د کشمیر د معاملې په پورته کولو کې پاتې راغلې دی او روایتي ملګري هیوادونه يي هم تر شا نه دي ولاړ.

په پیښور پوهنتون کې د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز پخوانی مشر ډاکټر سرفراز خان وایي چې په کشمیر کې د بشري حقونو نه د سرغړونو پر ضد سوله ییزه او جمهوري مبارزه د کشمیریانو حق دی خو که چیرې په دغې کې د تشدد عنصر ورګډ شو نو د هند او پاکستان لپاره به ښې نتیجې ونلري.

د اګست په ۱۶مه د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل د بندو دروازو تر شا د کشمیر په اړه مشاورتي غونډه وکړه.

د راپورونو تر مخه یادې ادارې يي په دواړو خواو زور ورکړ چې د کشمیر معامله د خپل مینځي خبرو اترو له لاری هواره کړي.

XS
SM
MD
LG