د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي او وزیرستاني مشران: پښتانه، نه ترهګر دي، نه یې ملاتړي


په خوست کې د وزیرستاني او خوستي مشرانو غونډه
په خوست کې د وزیرستاني او خوستي مشرانو غونډه

د اګست پر ۲۶مه د خوست او وزیرستان لسګونو قومي مشرانو، ځوانانو او دیني عالمانو په یوه غونډه کې له نړیوالو وغوښتل، چې د کرښې په دواړو غاړو کې پر پښتنو د تپل شویو جګړو او نورو ناخوالو په مخنیوي کې ورسره همکاري وکړي.

دوی ویل تکل یې کړې، چې د پښتنو دیووالي او اتحاد پیغام به په افغانستان او خېبر پښتونخوا کې میشتو قومونو او ولسونو ته رسوي.
سلاکار وزیر او د غونډې یو تابیا کوونکي مولوي سردار ځدراڼ مشال راډيو ته وویل، هڅه کوي چې د پښتنو په سیمو کې روانې ناخوالې ختمې شي.

"پښتانه نه ترهګر دي، نه د ترهګرو حمایت کوونکي دي، بلکې پښتانه په هېواد او سیمه کې امن غواړي، تعلیم غواړي او بیارغونه غواړي، د جنګونو دغه لړۍ چې د پښتنو د وژلو و د هغوی د اقتصاد د بربادولو او د پښتنو د ښوونځي، سړک او مدرسې د خرابولو لپاره روانې دي، دا باید ختمې شي او پښتنو ته خپل حقونه ورکړل شي."


په غونډه کې د ځايي مشرانو ترڅنګ لسګونو وزیرستانیو مشرانو، ځوانانو او دیني عالمانو هم برخه لرله.
د وزیرستانیو کډوالو د شورا مشر ډاکټر حیات مسید د افغانستان او پاکستان له حکومتي چارواکو وغوښتل، چې دسیمې اوسیدونکو ته دې د ترهګرو په نظر نه کتل کیږي.

"پښتانه که په هر ځای کې دي، که افغانستان کې دي، که پاکستان کې دي، یا د نړۍ په بل کې دي، دوی ته دې د ترهګرو په نظر نه کتل کیږي، بلکې دوی با شعوره، تعلیم یافته او پرمختللی ژوند غواړي او چمتو دي، چې د افغانستان او نړۍ په ابادۍ کې خپل رول ولوبوي."

د خوست دیني عالم مولوي شیراحمد ګربز وايي، چې غواړي د یووالي او اتحاد له لارې د پښتنو د وژنې مخه ونیسي. د ځدراڼو د ټولنیزې شورا مشر مارک ځدراڼ هم وايي، له خوسته تر لویې پکتیا، لوی کندهار، لوی ننګرهار او بیا تر خېبر پښتونخوا پورې د پرتو پښتنو قومونو او ولسونو په منځ کې یووالی ټېنګوي.
مارک ځدراڼ زیاتوي:

"کله مو چې د دې پښتنو تر منځ یووالی ټېنګ کړ، نو دوی به بیا وتوانیږو، چې د روانو ستونزو او ترهګرۍ څخه هم په ګډه ځانونه خلاص کړو."

د خوست او وزیرستان د قومونو مشران، دیني عالمان او ځوانان داسې مهال دکرښې په دواړو غاړو کې پر شته ناخوالو او روانو جګړو انديښنه څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو په موخه د قطر په مرکز دوحا کې د طالبانو او امریکایي چارواکو ترمنځ د خبرو نهم پړاو روان دی.

XS
SM
MD
LG