د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبرپښتونخوا: زرګونه ماشومان له پولیو څاڅکو بې برخې پاتې شوي


د اګست پر ۲۶مه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د پولیو ضد بهیر پیل شوی وو.
د اګست پر ۲۶مه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د پولیو ضد بهیر پیل شوی وو.

پراګ ـ چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په اورکزو، کورمه او هنګو کې، د پولیو پر ضد په درې ورځني کمپاین کې ۱۱۰۰۰ ماشومان له واکسینو بې برخې پاتې شوي دي.

په دغو سیمو کې خلک د حکومت له خوا د دوی د یو روحاني مشر میرانورشاه د زیارت د تړل کېدو پر ضد احتجاج کوي او وايي چې تر کومه زیارت نه وي پرانېستل شوی دوی به خپلو ماشومانو ته د بولیو څاڅکي ورنکړي.

د اورکزو سیمې د روغتیا د څانګې مشر ډاکټر نواب علي د اګست پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې په اورکزو کې ۵۰۰۰ ماشومان د پولیو د کمپاین نه پاتې شوي .

نوموړي زیاته کړه چې د زیارت پرانېستل د انتظامي چارواکیو کار دی خو دوی هڅه کوي چې د جرګو له لارې خلک د پولیو په کمپاین کې برخې اخېستو ته وهڅوي.

تر دې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو برخو کې خلکو د خپلو ولسي، ټولنیزو او سیاسي غوښتنو پوره کولو په پلمه د پولیو پر ضد په کمپاینونو کې برخه نه ده اخستې.

خو ډاکټران وايي، تر کومه چې ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه وي ورکړل شوي، دا وایرس نه شي ختمیدی.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو ضد د ادارې یو چارواکی ډاکټر ندیم جان وايي چې د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره ماشومانو ته واکسین نه ورکول د نوي کهول سره لویه بې انصافي ده.

نوموړي زیاته کړه چې د خپلو غوښتنو لپاره د پولیو کمپاین کارول د خلکو ستونزې نه شي هوارولی خو ولې د ماشومانو ژوند به ارو مرو د خطر سره مخ کړي.

د یادونې وړ ده چې په ټوله نړۍ کې افغانستان او پاکستان دوه هغه هیوادونه دي چیرته چې د پولیو وایرس اوس هم موجود دی.

د روغتیا چارواکي وايي چې روان کال په پاکستان کې د پولیو وایرس ۵۳ ماشومان ځپلي دي چې ۴۱ پکې د خیبر پښتونخوا سره تعلق لري.

XS
SM
MD
LG