اسفندیار: افغان حکومت ته دې د سولې په خبرو کې برخه ورکړل شي
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د افغانستان د سولې بهیر په اړه اندېښنې ښودلې دي. نوموړي د سېپټېمبر پر لومړۍ په پېښور کې د ګوند د ځوانانو سازمان غونډې ته په وینا کې وویل، د افغانستان حکومت د جګړې یو لوری دی خو د سولې خبرو په بهیر کې لا ځای نه لري. طالبان وايي، له امریکا سره تر هوکړې وروسته له افغان حکومت سره خبرې پیلوي. اسفندیار خان خبرداری ورکړ چې په خیبر پښتونخوا کې یو ځل بیا وسله والو فعالیتونه پیل کړي. صوبايي حکومت ډاډ ورکوي چې د ناامنیو مخه به نیسي. ویډیويي رپورټ وګورئ.