پېښور های کورټ په قامي اسمبلۍ کې د شمالي او جنوبي وزیرستان استازیو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو محسن داوړ او علي وزیر د ضمانت اورېدنه د بنو پرځای په پېښور کې د کولو درخواست رد کړی دی.
د علي وزیر او محسن داوړ وکیل طارق افغان په دوشنبه مشال راډيو ته وویل چې د سېپټمبر پر دوهمه د پېښور های کورټ چیف جسټس وقار احمد سېټ په دې اړه غوښتنلیک د بنو عدالت ته استولی دی.
د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم مسود وايي، داسې ښکاري چې پارلمان او عدالتونه د پښتون ژغورنې غورځنګ په لړ کې د پاکستاني ایسټبلشمنټ تر فشار لاندې دي.
نوموړي زیاتوي دوی تمه لرله چې د انصاف تقاضو له مخې به کېدای شي د پېښور های کورټ چیف جسټس د علي وزیر او محسن داوړ درخواست ومني او د هغوی کېس به همدلته پېښور کې ورسره ولګوي خو له بده مرغه داسې و نشو او د هغوی مقدمه یې بنو ته ولېږله. د ښاغلي افغان په خبره، د بنو قضايي جرګګۍ (سرکل بینچ) به اوس دغه مقدمه اوروي. دی زیاتوي دا په درواغو او بدنیتۍ ولاړه مقدمه ده. نوموړي تمه وښودله چې ډېر ژر به ولس د هغوی د ضمانت منلو غږ واوري.
خو د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم مسود وايي، داسې ښکاري چې پارلمان او عدالتونه د پښتون ژغورنې غورځنګ په لړ کې د پاکستاني ایسټبلشمنټ تر فشار لاندې دي. نوموړی وايي، تر اوسه د علي وزیر او محسن داوړ مقدمې اورېدو نېټه نه ټاکل کېږي.
داوړ او وزیر دواړه د سږني کال (۲۰۱۹) د مې پر۲۶مه نېټه د خړ کمر پېښې او له هغې وروسته د سړکغاړې ماین چاودنې په مقدمو کې نیول شوي دي. د ماین چاودنې په مقدمه کې د بنو عدالت د اګست میاشتې پر اوولسمه نېټه د دوی دواړو ضمانت منلی وو خو د خړ کمر پېښې په اړه دا څوم ځل دی چې پر پېښې باندې پېښي ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په وينا د مې پر ۲۶مه نېټه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د پاکستانیو عسکرو په ډزو کې د دوی ۱۴ غړي وژل شوي او تر ۴۰ زيات ژوبل دي خو امنیتي ادارې بیا تورې پورې کوي چې د داوړ او وزیر په مشرۍ مظاهره چیانو د دوی پر یوه پوسته برید کړی وو چې پکې د پوځ پنځه تنه ژوبل شوي ول خو د خپل دغه تور سپیانوي لپاره یې هېڅ کوټلی ثبوت نه دی راوړی.