پراګ : د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي ، د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکو لا پر خپله هغه وعده عمل ندی کړی چې له قبایلي سیمو به ماینونه پاکوي.
دا په داسې حال کې ده چې په وزیرستان کې د ماین چاودلو پېښې په دې ورستیو کې بیا زیاتې شوې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د سپټمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې لا هم په په ځانګړې توګه وزیرستان کې دا بمونه پر خلکو چاودنې کوي او د تل لپاره یې معذوره کوي.
د دوي په وینا تر اوسه د ماین په چاودونو کې په لسګونه کسان ټپي شوي دي.
منظور پښتون وویل ، د پښتون ژغورنې غورځنګ له جوړېدو وروسته چې پوځ د ماینونو پاکولو اعلان کړی وو هغه یې ، د ده په وینا ، تش نمایش کړی وو.
ده وویل ، “هغه کار یې یوازې د تصویرونو اخیستلو لپاره کړی وو. اوس هم ډېر ګلالي پښتانه ماشومان په دې بمونو کې الوزي او مخونه یې په بارودو وسوځي او که د هغوي لپاره غږ پورته کوې نو پاکستانی ریاست دې نیسي ، بندي کوي دې او تورونه درباندې لګوي.”
منظور پښتون وویل چې د عالم زېب محسود نوره هیڅ ګناه نه وه او یوازې یې په ماینونو کې د اغېزمنو شوو کورنیو لپاره انصاف غوښت.
عالم زېب محسود د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه غړی دی چې د ماین په چاودونو کې د ژوبل شوو او وژل شوو کسانو په اړه به یې معلومات غونډول او ویډیوګانې به یې جوړولې.
نوموړی د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ پر ۲۲مه په کراچۍ کې نیول شوی وو او لا هم په زندان کې بندي دی. پاکستاني چارواکي وايي هغه د ریاست ضد خبرې کړې وې.
منظور پښتین وايي ، دوي غوښتنه کوي چې دا مسله دې حل شي او نړیوالې ادارې باید دې مسلې ته پام وکړي.
خو د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند اجمل وزیر وايي ، پوځ د ماینونو پر پاکولو کار جاري ساتلی دی او دوي دې مسلې ته جدي دي.
اجمل وزیر وویل ، “د پوځ ځانګړو ډلو د ماینونو پر پاکولو کار روان کړی دی او په یو شمېر سیمو کې دا کار سر ته رسېدلی هم دی. خو مکمله صفايي به یې خامخا وخت اخلي خو خبره دا ده چې په چټکۍ کار پرې روان دی.”
د پښتون ژغورنې غورځنګ په خاص غوښتنې کې له قبایلي سیمو د ماینونو پاکول هم شامل وو کوم چې پوځي چارواکو پر ځای غوښتنه بللې وه او د پوره کولو اعلان یې هم کړی وو.