پراګ: د وسله والو طالبانو د قطر د دفتر یو پلاوی د روس پلازمېنې مسکو ته تللی چې له روسي چارواکو سره خبرې وکړي.
په یاد پلاوي کې شریک د طالبانو د سیاسي دفتر ویاندسهېل شاهین د ۱۳م سپټمبر په شپه مشال راډیو ته د دې پلاوي د سفر او هلته له روسي چارواکو سره د خبرو پخلی وکړ.
نوموړي وویل چې یاد پلاوي د افغانستان لپاره د روس د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره هم لیده کاته کړي دي.
د طالبانو دا پلاوی له هغه څو ورځې وروسته روس ته تللی دی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره خبرې اترې ختمې کړې.
سهېل شاهین ویلي چې دوي به اوس هغو هیوادونو ته خپل دریځ وړاندې کوي له کومو سره چې د دوي اړیکې شته او یا د دوي د دریځ ملاتړ کوي.
نوموړي د دې پخلی هم وکړ چې پاکستان ورته د سفر رسمي بلنه ورکړې ده خو د ده په وینا د طالبانو له خوا لا تر اوسه د دې سفر کره نېټې نه دي اعلان شوې.
روس ته د طالبانو دا سفر په دې مهم ګڼل کېږي چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د خبرو د ختمولو تر اعلان وروسته چې طالبانو کوم بیان ورکړی وو ، روس د هغه ملاتړ کړی وو.
بل پلو روس په څرګنده توګه له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو د دریځ ملاتړ هم کوي.
د روس نه یوازې له روس سره ښې اړیکې ښکاري بلکې دوه ځله یې په مسکو کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو کنفرانسونه هم جوړ کړي وو.
د دې امکان هم څرګندېږي چې د طالبانو پلاوی د روس او پاکستان ترڅنګ چین ته هم سفر وکړي.
بل لور ته افغان اسلامي اژانس راپور ورکړی چې مسکو ته د طالبانو د تللي پلاوي مشري په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې مشر شېر محمد عباس ستانکزی کوي او په دې پلاوي کې سهیل شاهین او قاري محمد حنیف شامل دي.
چې کله امریکايي ولسمشر له طالبانو سره د خبرو ختمولو اعلان وکړ نو افغان ولسمشر اشرف غني وویل چې دوي خبرو ته تیار دي خو دا خبرې له اروبنده پرته نشي کېدای.
هلته د امریکا کانګریس د سپټمبر پر ۱۹مه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد ور بللی دی چې له طالبانو سره د خبرو اترو د ناکامۍ په اړه معلومات ورکړي.