د لاسرسي ځای

تازه خبر

بونېر او وزیرستان کې طالبانو بیا فعالیت پیل کړی: ځايي مشران


د پاکستانیو عسکرو پخوانی عکس
د پاکستانیو عسکرو پخوانی عکس

پراګ: د خیبر پښتونخوا په بونیر او وزیرستان کې ځايي سیاسي او ولسي مشران وايي هلته تر پوځي عملیاتو وروسته ځينې وسله والو ډلو یو ځل بیا خپل فعالیت پیل کړی ، خلکو ته دړکې ورکوي او د پیسو غوښتنه ترې کوي.

له بونیره د صوبې د اسمبلۍ غړي سردار حسین بابک وویل مشال راډیو ته وویل چې له تیرو دریو میاشتو راهیسې د بونیر په بیلا بیلو سیمو کې وسله والو هلې ځلې پیل کړې دي او د سرکاري چارواکیو په ګډون يي ځايي سیاسي مشرانو او کاروباري خلکو ته د خطونو په وسیله دړکې ورکړې دي .

سردار حسېن بابک وویل چې دا مسله يي په اسمبلۍ کې هم را اوچته کړې ده خو تراوسه ورله حکومت د ډاډ وړ ځواب نه دی ورکړی .

په بونیر کې چارواکي وايي د وسله والو د هلو ځلو په اړه يي راپورونه ترلاسه کړي دي او د لټون لپاره يي د بونیر په غریزه سیمو او ځانګړي توګه ایلم سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

د بونیر د پولیسو مشر سهیل خالد د سپټمبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې د ایلم د غره سیمه د دوي پټنځاي دی چیرته چې ورسره له سوات ، مردان او پیښوره راغلي وسله وال هم ملګري کیږي.

ده وویل ، “ځنې داسې وسله وال چې تښتېدلي وو ، نو هغوي بیا په دې سیمه کې لیدل شوي وو. د دوي په اړه د ایلم د سیمې نه اطلاعات راغلي وو. چیرته چې د دوي پټنځاي وو. څنګه چې امنیتي ځواکونو ته خبر ترلاسه شو نو د دوي پر ضد يي عملیات پیل کړل.”

د ده په وینا اوس په دغه سیمه کې نور پولیس او د پوځ سرتیري ځاي پر ځای کړل شوي او د لټون عملیات روان دي.

د دې سره سم په ځینو قبایلي ضلعو کې هم خلک د وسله والو د هلو ځلو په اړه اندیښمن دي او له حکومته په سیمه کې د امنیت پر ځاي کولو غوښتنه کوي.

له شمالي وزیرستانه د صوبې د اسمبلۍ غړی میر کلام وزیر وايي چې که چیرې د وسله والو مخه ونه نیول شي نو دا ټوله سیمه به یو ځل بیا د یو لوي بحران سره مخ شي.

په قبایلي ضلعو کې د وسله والو د هلو ځلو په اړه مو د خیبر پښتونخوا د حکومتي ویاند او ځېني امنیتي چارواکیو سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

د پاکستان پوځ د سپتمبر په ۱۴ مه په یو بیان کې وویل چې په بردیر کې افغان پولې ته څیرمه د وسله والو په برید کې درې امنیتي سرتیري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په وزیرستان ، کرمه ، اورکزو او تیرا کې د پراخو پوځي عملیاتو له کبله بیکوره شوي ، ګڼ شمیر کورنۍ اوس هم خپلو سیمو ته نه دي ستنې شوې او په سیمه کې د تعلیم او روغتیا اسانتیاوی د نیشت برابر دي.

XS
SM
MD
LG