د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عاصمې رانۍ د وژنې مقدمه لاهم روانه ده


د طب زده کوونکې عاصمه رانۍ
د طب زده کوونکې عاصمه رانۍ

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د وژل شوې عاصمې رانۍ ورور محمد عمران تور پوري کوي چې د خور د مقدمې په برخه کې یې ټول شواهد مکمل شوي دي خو د مخالف لوري د وکیل عدالت ته نه راتګ او د هغوی سیاسي رسوخ د مقدمې پرېکړه ځنډنۍ کړې ده.

د طب زده کوونکې رانۍ د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ پر ۲۷مه په کوهاټ کې وژل شوې وه. د هغې کورنۍ تور پورې کوي چې رانۍ له خپل کور سره جوخت مجاهد اپرېدي نومې تن له دې کبله ووژله چې هغې ورسره له واده انکار کړی وو.

د طب زده کوونکې رانۍ د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ پر ۲۷مه په کوهاټ کې وژل شوې وه. د هغې کورنۍ تور پورې کوي چې رانۍ له خپل کور سره جوخت مجاهد اپرېدي نومې تن له دې کبله ووژله چې هغې ورسره له واده انکار کړی وو.


محمد عمران د سېپټمبر پر ۱۶مه مشال رېډيو ته وویل چې د مجاهد اپرېدي کورنۍ او ځينې نور کسان پرې د روغې لپاره فشار اچوي او ورته دړکې ورکول کېږي. د عاصمې رانۍ مقدمه دا مهال په پېښور کې د ترهګری ضد عدالت کې روانه ده. نور شواهد مکمل شوي دي خو د تفتیشي افسرانو هغه له تر اوسه پاتې دي.

نوموړی زیاتوي، کله د وکیلانو هړتال وي او بل د هغوی (مجاهد) وکیل هم پټېږي: (موږ ته ډېره موده پس تاریخ ملاوېږي نو مقدمه ډېره ورو روانه ده. موږ ته دړکې ترلاسه کېږي او مخالفه کسان موږ ته وايي چې تاسو راضي نامه وکړی، هغوی وايي. په دې کې به مو خیر وي.)

د پاکستان سپریم کورټ هم د ۲۰۱۸ز کال په جنورۍ کې د عاصمې رانۍ تر وژنې وروسته د پېښې نوټس اخیستی وو او د متحده عرب اماراتو چارواکیو مجاهد اپرېدی هلته تر نیولو وروسته پاکستان ته لېږدولی وو. اپرېدی او دوه هغه کسان چې ورسره یې مرسته کړې وه، دا مهال زندانیان دي.

محمد عمران وايي، حکومت ورسره د انصاف ژمنې کړې وي خو هغه یې تر اوسه نه دې پوره کړي.

نوموړی زیاتوي، کورنۍ یې مالي مشکلات لري او نشي کولای چې د وکیلانو فیسونه ادا کړي: (پلار مې چې زموږ د تعلیم لپاره څومره پېسې ايښودې وي، هغه د عاصمه رانۍ پر مقدمه لګول کېږي او یا راله خپلوان لږې ډېرې پیسې راکړي.د وکیلانو فیسونه ډېر زیات دي. حکومت موږ ته هېڅ مرستې نه دې راکړې. حکومتي چارواکیو د شهید پېکج او موږ ته د ملاتړ راکولو ویلي ول. موږ ته یې چې کوم امنیتي ساتونکي راکړي ول، هغه یې رانه واخیستل. که په پاکستان کې انصاف ژر ترلاسه کېدای نو تکلیف به دومره نه وای. د عاصمې له وژنې وروسته سیاسي مشرانو جلسي وکړي، خپله مشهورتیا یې وکړه خو له هغې وروسته زموږ هېچا پوښتنه نه ده کړې.)

د عاصمې د وژنې په کېس کې د کوهاټ پولیسو پر مجاهد اپرېدي د ترهګرۍ دفعه هم لګولې ده. د مجاهد اپرېدي وکیل حسین علي وايي، پر اپرېدي د ترهګری دفعې لیرېکولو لپاره په سپریم کورټ کې درخواست جمع شوی دی نو ځکه د مقدمې فیصله د ځنډ ښکار ده.

''له مجاهد څخه د ترهګری دفعې لیرېکولو لپاره په سپریم کورټ کې درخواست د ځنډ ښکار دی ځکه دا مقدمه تر اوسه روانه ده. موږ وايو چې دا پېښه په ترهګری کې نه راځي. ماته نه ده معلومه چې مجاهد مرګ کړی دی او کنه. دا به خدائ او هغه ته مالومه وي.''

د عاصمې رانۍ په ژوبل حالت کې په روغتون کې په جوړه شوې ویډیو کې هغې پر مجاهد اپرېدي د ویشتلو تور پورې کړی وو. د دې ویډیو پر ټولنیزو رسنیو د بشري حقونو مبارزانو غبرګون پارولی وو. د ښځو حقونو لپاره کارکونکې تنظیم عورت فاونډېشن غړې صایمه منیر وايي، په پاکستان کې د عدليي احتساب نه کېدو له وجې د عاصمې رانۍ په څېر د پیښو انصاف نه کېږي.

''یوه لایقه او د مستقبل ډاکټره چې ووژل شي او کورنۍ ته یې انصاف نه ورکول کېږي نو دا د ریاست او حکومت دواړو ګنا دی. په پاکستان کې د ښځو او سړیو او مسلمانانو او غېرمسلمو ترمنځ توپیر دی نو له دې معلومېږي چې د ریاست بنیاد پر ناانصافۍ ولاړ دی. اوس چې د حکومت خبره کوو نو موجوده حکومت خو د انصاف دی او د هغوی خپل کسان د عاصمې رانۍ په پېښه کې تورن دي نو ځکه د رانۍ کورنۍ ته انصاف نه ملاوېږي. حکومت همېشه د قتل په پېښو ولې خاموشه پاتې کېږي؟ په دې اړه له ججه پوښتنې ولې نه کوي؟ جج خو د هر چا نه پوښتنه کوي نو له ده ولې نه کېږي چې وکیل ولې نه حاضرېږي، عدلیه د ډیم په نه جوړېدو نوټس اخلي او خپل کار نه کوي.''

په دې اړه مو له حکومتي چارواکو سره د خبرو هڅې وکړي خو بریالي نشو. له دې وړاندی د ۲۰۱۶م کال په مې کې د خدیجه صدیقي په نوم یوه نجلۍ (جینۍ) هم شاه حسین نومي تن ته د واده نه انکار له وجې هغه په چاقو زخمي کړي وه. عدالت شاه حسین ته د اوو کلونو سزا اورولې وه خو وروسته بري شو. سږ کال په جنوري میاشت کې بیا د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس د خدیجه صدیقي لخوا د شاه حسین د برې کېدو خلاف اپیل منظور کړ.

XS
SM
MD
LG