د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تشدد پېښې ډېرې شوي


په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېریو خلاف وخت پر وخت مظاهرې هم شوې دي.
په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېریو خلاف وخت پر وخت مظاهرې هم شوې دي.

پراګ ـ د ساحل په نوم د ماشومانو د خوندیتوب یوې غیر سرکاري ادارې په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې په پاکستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۳۰۴ ماشومان د جنسي زور زیاتي ښکار شوي دي.

د راپور تر مخه په پنجاب کې ۶۵۲، په سېند کې ۴۸۵، بلوچستان کې ۳۲، خیبر پښتونخوا کې ۵۲، اسلام اباد کې ۹۰، د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر کې ۱۸، او ګلګت بلتستان کې ۳ ماشومان د جنسي تشدد ښکار شويدي.

د پاکستان وفاقي حکومت او د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د ماشومانو د تحفظ لپاره قانون سازي کړې ده خو د ماشومانو د حقونو دفاع کوونکي وايي چې اکثر په دې قوانینو عمل نه کېږي.

په اسلام اباد کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي او کارپوه ارشد محمود مشال راډیو ته وویل:

"د ستونزې د هوارۍ لپاره د حکومت، ټولنې، استادانو او د قانون د عملي کوونکیو ادارو تر مینځ یو فعاله نظام ته اړتیا ده خو حکومت تر اوسه د دې کار لپاره مناسبه مالي پانګه نه ده بېله کړې."

نوموړي زیاته کړه، د خیبر پښتونخوا د ماشومانو د خوندیتوب ادارې تر اوسه د نړیوالو مرستندویه ادارو په مالي مرسته هلې ځلې وکړې خو د حکومت له خوا ورته په بجټ کې مناسبې پیسې نه دي ځانګړې شوې.

بل خوا د خیبر پښتونخوا د ماشومانو د خوندیتوب او خیرښیګړې کمېشن چارواکي وايي چې د ماشومانو د حقونو په اړه د بیدارۍ لپاره د اکتوبر د میاشتې نه یو کمپاین پیلوي.

د کمېشن مرستیال محمد اعجاز خان د سېپټمبر پر ۲۰مه، مشال راډیو ته وویل چې د ماشومانو د خوندیتوب کمېشن به د دې کمپاین مشري کوي چې تر سیوري لاندې به يې د ماشومانو د حقونو لپاره د بیدارۍ لاریونونه کېږي او پر میډیا به ځانګړې خپرونې او پیغامونه خپریږي.

ساحل په خپل راپور کې دا هم ویلي چې د روان کال د جنورۍ او جون تر مینځ په پاکستان کې ۷۲۹ کم عمرې جینکۍ او ۵۷۵ کم عمره هلکان د جنسي تشدد ښکار شوي.

په راپور کې وړاندې راغلي چې په دغه موده کې د۱۲ وړې جینکۍ او هلکان په دیني مدرسو کې د جنسي تشدد ښکار شوي دي.

XS
SM
MD
LG