د جمعیت علما اسلام ف مشر مولانا فضل رحمان یو وارې بیا تکرار کړې که د دوی سره یو ګوند هم ونه درېږي نو دوی به بیا هم په یوازې سر د حکومت پرضد ازادي مارچ کوي خو ښه به دا وي چې سیاسي ګوندونه ورسره د جولای د لوظنامې مطابق ودرېږي ځکه چې د دې جعلي حکومت د ختمولو هم دا یوه لار ده.
د مولانا فضل الرحمن په دې تازه بیان لا د حکومت دریځ مخې ته نه دی راغلی خو په دې وروستیو کې د اطلاعاتو سلاکارې ډاکټرې فردوس عاشق اعوان په خپله ټويټر پاڼه لیکلي ول چې مولانا فضل الرحمان د جمهوریت نه بلکې د خپلو ملګریو ژغورولو لپاره دا ازادي مارچ کوي.
د سېپټېمبر پر ۲۲مه په لاهور کې د ختم نبوت کانفرانس روستو رسنیو سره خبرو کې د جمعیت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل رحمان د حکومت په پالیسیو انتقاد وکړ او وویل چې د ناسمو پالیسیو پر ضد به يې په راتلونکې میاشت کې ازادي مارچ کوي او دوی غواړي چې ټول سیاسي ګوندونه ورسره په اسلام آباد کې د شوې لوظنامې مطابق ودرېږي چې پکې لیکل شوي وو چې په ګډه سره به د حکومت پر ضد احتجاج کوي.
(پنځلس میلیونه مارچونه چې موږ په کومې کامیابۍ سره په خپله کړي دي نو موږ د دې ازادۍ مارچ هم د جمعیت علما اسلام د خپل پلېټ فارم نه په ښه شان د کولو صلاحیت لرو او نورو ګوندونو ته وايو چې تاسو موږ سره د جولای په میاشت کال دوه زره اتلسم کې کومه لوظنامه کړې وه په هغې دې کلک ودرېږي او په اسلام اباد کې دې یو موټې شي.)
د ګرانۍ مسله ده د قرضونو د بوج مسله ده د بیروزګارۍ مسله ده د ټیکسونو مسله ده د ناامنۍ مسله ده او د دې ټولو مسلو وجه یو حکومت دی چې ناجایزه هم دی او نااهله هم دی او د دې راغورځول دا وخت د ملک په مفادو کې دي.
ټاکل شوې وه چې د روانې میاشتې په اتلسمه به د ازادۍ مارچ نېټه او کړن لاره اعلانوي خو د ګوند یو سیاست وال او په قامي اسمبلۍ کې غړي مفتي عبدالشکور مشال راډیو ته وویل چې مسلم لیګ ن ورته ویلي چې دوی خپلو کې سلا کوي او دا نېټه وځنډوئ نو اوس به دوی په دیرشم ستمبر دغه نېټه اعلانوي.
د نوموړي په خبره: ''په اتلسمه نېټه به جمعیت علما اسلام اعلان کوو خو مسلم لیګ ن موږ ته خواست وکړو چې موږ ته انتظار وکړئ او راروان دیرشمې پورې به زموږ هم مشاروت جاري وي او ویل يې شاید موږ له جمعیت علما اسلام سره په دې احتجاج کې ګډون وکړو نو په دې وجه موږ الن ساعت موږ دا وځنډو او د روانې میاشتې په دیرشمه به د دې مارچ نېټه او کړن لاره اعلانوو.''
د مولانا فضل رحمان په دې ازادۍ مارچ مشال راډیو د یو شمیر حکومتي غړیو سره د رابطې کولو کوشش وکړو خو رابطه ورسره ونه شوه.
بل پلو د نوموړي په دې لاریون یا ازادۍ مارچ درې ورځې وړاندې د وزیراعظم د اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې مولانا فضل الرحمان د جمهوریت د بچ کېدو لپاره نه بلکې د خپلو ملګریو د درغلیو کونکو د بچ کېدو لپاره دا احتجاجي مارچ کوي.
د پاکستان مسلم لیګ ن په ګډون نور اپوزیشن ګوندونه تور پورې کوي چې د تېر کال په عامو انتخاباتو کې درغلي شوې وه خو الیکشن کمېشن او حکومت دوانړو دا تورونه رد کړي او ویلي دي چې دا انتخابات پاک او صاف شوي.
د دې ترڅنګ اپوزیش ګوندونه د حکومت په اقتصادي پالیسیو هم نیوکي کوي چې اقتصاد يې خراب کړې خو حکومت بیا وايي اقتصادي اصلاحات راولي او دغه معاشي ستونځو ورته له تیرو حکومتونو په میراث کې پاتې دي.