د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ ولې د هند او پاکستان ترمنځ د منځګړتوب خبره کوي؟


ولسمر ډونلډ ټرمپ د سېپټېمبر پر ۲۳مه له پاکستاني وزيراعظم عمران خان سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د کلنې غونډې په څنډه کې ولیدل
ولسمر ډونلډ ټرمپ د سېپټېمبر پر ۲۳مه له پاکستاني وزيراعظم عمران خان سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د کلنې غونډې په څنډه کې ولیدل

امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سېپټېمبر پر ۲۵مه په نيويارک کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې هند او پاکستان داوړه اټومي قوتونه دي او بايد خپلمنځۍ ستونزه هواره کړي.

نوموړي تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو تر منځ د راولاړې شوې لانجې د هواري لپاره د منځګړتوب وړانديز هم په وار وار تکرار کړی دی. ټرمپ د سېپټېمبر پر ۲۳مه له پاکستاني وزيراعظم عمران خان سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د کلنې غونډې په څنډه کې هم وويل چې دی ډېر ښه منځګړتوب کولای شي او د خلکو ډېرې لانجې يې هوارې کړې دي.

په پېښور کې د نړيوالو چارو پوه ډاکټر سرفراز خان وايي, هند په ښکاره ويلي دي چې هغه د کشمير په معامله کې د هېچا منځګړتوب نه مني نو د ټرمپ بيان يواځې د پاکستان د خوشحالولو يوه هڅه ده.

''امريکا پاکستان ته پيسې نه شې ورکولی او نه يې ورکوي. هغوی [امريکا] له پاکستانه ځېنې غوښتنې لري، لکه په افغانستان کې د سولې لپاره [له طالبانو سره] خبرې کول او له ايران سره په معامله کې مرسته کول، خو امريکا په ځواب کې پاکستان ته هېڅ نه شې ورکولی. نو ځکه دا ټولې د ژبې پر سر خبرې دي او په دې کې هېڅ مواد نشته.''

ټرمپ د سېپټېمبر پر ۲۳مه له هندي وزیر اعظم نرېندرا مودي سره د فرانسې په بایریڅ کې د لیدو پر مهال. ۲۶م اګست، ۲۰۱۹
ټرمپ د سېپټېمبر پر ۲۳مه له هندي وزیر اعظم نرېندرا مودي سره د فرانسې په بایریڅ کې د لیدو پر مهال. ۲۶م اګست، ۲۰۱۹


که څه هم له بريتانيا څخه په ۱۹۴۷م کال کې له خپلواکۍ تر لاسه کولو وروسته د هند او پاکستان ترمنځ درې جګړې شوې دي چې دوې يې د کشمير پر سر وې، خو د دواړو هېوادونو تر منځ تازه لانجه تر هغه وروسته راولاړه شوه کله چې هند د اګست پر پنځمه د جمو او کشمیر ځانګړی اییني حيثیت ختم کړ. پاکستان وايي هندوستان په داسې کولو د نړیوال قانون سرغړونه کړې خو هند دا خبره ردوي او وايي چې دا يې کورنۍ معامله ده.

دا چې هند په ښکاره ويلي چې په دې معامله کې د چا منځګړتوب نه مني نو ټرمپ ولې بيا بيا دا وړانديز کوي. په هند کې خبرياله او د سياسي چارو پوهه ارتي تيکو سينګ وايي چې امريکا له پاکستانه په خپله ګټه کار اخيستل غواړي.

''ټرمپ هېڅ جدي نه دی. د هغه وړانديز تاکتيکي دی. هغه نه عمران ته څه ورکول غواړي او نه هم پاکستان ته. کېدی شي ټرمپ غواړي چې پاکستان له ايران سره د امريکا لپاره څه مذاکرات وکړي.''

هند د کشمير نيمه خپلواک حيثيت په اساسي قانون کې د ۳۷۰م مادې په له منځه وړلو سره ختم کړ. ارتي تيکو سينګ وايي تر دې ګام وروسته له پاکستان سره پر دې معامله مذاکرات له امکانه وتلې خبره ده.

تر دې اقدام مخکې کشمير خپله جنډه درلوده، بجټ يې ټاکه او د هند د نورو برخو خلکو نه شو کولی چې هلته سرکاري نوکري وکړي، جايداد واخلي او يا هم ټاکنو ته ودرېږي. تر دې پرېکړې وروسته په کشمير کې پراخې مظاهرې وشوې چې بيا وروسته حکومت يو شمېر مظاهرچيان ونيول او د هغوی ځېنې مشران يې نظر بند کړل.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG