پراګ - د خېبر پښتونخوا د واکسينينو پروګرام مشر وايي، پوليو وايرس په هغه صورت کې له منځه وړل کېدای شي چې کله د وايرس ضد پرله پسې او معياري کمپاينونه وچلېږي.
ډاکټر محمد سليم د سيپټمپر پر ۲۹ مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې د ۲۰۱۹م ز کال د اپريل په مياشت کې د پېښور په ماشوخېلو کې د ځينو ځايي خلکو له خوا د پوليو واکسين پرضد د جعلي ويډیو خپرېدنې لا هم د وايرس د مخنيوي پر هلو ځلو ناوړه اغېز کړی دی .
د ماشوخېلو ځينو ځايي خلکو ماشومانو ته تر څاڅکو ورکولو وروسته داسې يوه ويډیو خپره کړې وه چې پکې ماشومانو په بې هوشه حالت کې ښودل شوي وو او ادعا شوې وه چې دوی تر واکسين اخیستو وروسته ناروغه شوي دي.
خو وروسته بيا پلټنو وښودله چې دا خبره دروغ وه.
ډاکټر سليم وايي، معياري او پرله پسې کمپاينونه کولی شي د پوليو وايرس له منځه يوسي.
ډاکټر محمد سليم زياته کړه چې په دې لړ کې يې کړنلاه جوړه کړې ده.
د نوموړي په خبره، دوی پلان لري چې د پوليو وايرس د منځه وړلو لپاره په نومبر، ډېسمبر او جنورۍ مياشتو کې پرله پسې او معياري کمپاينونه وچلوي او تمه لري چې له دې سره به د وايرس په مخنيوي کې کامياب شي.
نوموړي زياته کړه، سږکال په ټول پاکستان کې د پوليو د ناروغانو شمېر ۶۹ ته رسېدلی دی چې پکې ترټولو زيات په خېبرپښتونخوا کې دي.
دده په خبره، په خېبرپښتونخوا کې ۵۲ ماشومان ګوزڼ وهلي چې پکې ۱۱ په دې صوبه کې د ضم شویو قبايلي ضلعو سره تړاو لري.