د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلمی خلیلزاد او طالب استازي د اسلام اباد په سفر


په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور
په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له پاکستانیو چارواکیو سره په داسې حال کې لیدلي چې د افغان طالب استازیو یو ۱۱کسیزه پلاوی هم نن په چارشنبه اسلام اباد ته په سفر دی.

دا لا نه ده جوته چې طالبان او امریکايي چارواکي به وویني که څنګه؟

په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ویلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی به نن چارشنبه اسلام اباد ته سفر وکړي.

سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د یو لړ مهمو موضوعګانو دا سفر د پاکستانيو چارواکو په رسمي بلنه کېږي.

د ۱۹۹۰ مې لسیزې په لومړیو کې طالبان راپورته شول، د افغانستان کورنۍ جګړې پر مهال پاکستان دغه ډلې مرسته او ملاتړ کاوه.

داسې راپورونه دي طالب پلاوی به پاکستانۍ مشرتابه په هغه وجوهاتو اګاه کړي چې ولې یې له امریکا سره د سولې خبرې وشلېدلې.

په پاکستان کې د امریکا سفارت یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې زلمی خلیلزاد له پاکستانیو چارواکیو سره د خبرو لپاره په اسلام اباد کې دی.

د خلیلزاد او طالب استازیو پاکستان ته له ورتلو سره جوخت د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټوېټر کښلي سوله یې لومړیتوب دی خو په دې شرط چې د افغان دولت یې مشرتابه او کورتابه ولري.

"سوله مو لومړیتوب دی. د سولې هغه بهیر چې دافغان دولت په مشرتابه او کورتابه پرمخ یووړل شي، هم هغه افغانستان ته پایداره او پرتمینه سوله راوړلی شي. بې له دې د سولې بهیر پرمخ نه شي تلای. "

له طالبانو سره د امریکا لخوا د خبرو لړۍ شلولو پس دا د سیمې هېوادونو ته د طالبانو څلورم سفر دی.

وړاندې طالب استازسو روسیې، ایران او چین ته سفرونه کړي و چې د افغانستان د سولې په ټپه درېدلی بهیر یې د بحث له موضوعاتو و.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر پر ۸مه وروسته له هغه پس له طالبانو سره خبرې وشلولې چې دغې ډلې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان ووژل.

د دغو نهه میاشتنیو مذاکراتو په لړ کې چې په نهو پړاوونو کې ترسره شول، دواړه لوري په اصولو کې یوې هوکړې ته رسېدلي وو.

د ټرمپ تر پرېکړې وروسته طالبانو له واشنګټن څخه وغوښتل چې د سولې مذاکرات له سره پيل کړي.

ولسمشر ټرمپ ویلي و چې مذاکراتو ته لا ډېرې ښې لارې وې، خو طالبان پوهېږي چې لویه تېروتنه یې وکړه.

د افغانستان حکومتي چارواکو بیا وړاندې ویلي ول چې د سولې خبرې یوازې هغه مهال کېدای شي چې طالبان اوربند ومني.

XS
SM
MD
LG