"موږ د دې خاورې د ژغورنې قسم خوړلی دی"
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی محسن داوړ وايي، پر ټولو ستونزو او کړاوونو سربېره، له خپلې بیانیې او مفکورې نه اوړي ځکه چې په وینا یې مبارزه یې اییني او قانوني ده. دا خبره نوموړي د اکتوبر پر پېنځمه د غورځنګ د دوو زندانیو ملګرو تر خوشې کېدو وروسته مشال راډیو ته وکړه. ده په ویډیويي مرکه کې د زندان کیسه هم کړې.