د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د جمعیت علماء اسلام د ازادۍ مارچ ملاتړ اعلان کړ چې د روانې اکتوبر میاشتې پر ۳۱مه نېټه د هېواد له بېلا بېلو برخو څخه اسلام اباد ته داخلېږي.
د جمعیت علماء اسلام ف د سیاسي رابطې کمیټۍ مشر اکرام خان دراني په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي سره لیدلی او هغه ته یې د خپل مشر مولانا فضل الرحمان ځانګړی پیغام رسولی دی.
پر دې مهال محمود خان اڅکزي د جمعیت علماء اسلام له لوري د کېدونکي ازادي مارچ ملاتړ اعلان کړی. نوموړي ویلي چې له اوسني حکومته ولس په تنګ راغلی دی نو پکار ده چې ولس او سیاسي جماعتونه د مولانا فضل الرحمان کلک ملاتړ وکړي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د جمعیت علماء اسلام د ازادۍ مارچ ملاتړ اعلان کړ چې د روانې اکتوبر میاشتې پر ۳۱مه نېټه د هېواد له بېلا بېلو برخو څخه اسلام اباد ته داخلېږي.
د جمعیت علماء اسلام ف د سیاسي رابطې کمیټۍ مشر اکرام خان دراني په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي سره لیدلی او هغه ته یې د خپل مشر مولانا فضل الرحمان ځانګړی پیغام رسولی دی.
پر دې مهال محمود خان اڅکزي د جمعیت علماء اسلام له لوري د کېدونکي ازادي مارچ ملاتړ اعلان کړی. نوموړي ویلي چې له اوسني حکومته ولس په تنګ راغلی دی نو پکار ده چې ولس او سیاسي جماعتونه د مولانا فضل الرحما ن کلک ملاتړ وکړي.
د دراني او اڅکزي د ملاقات په اړه مالومات د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي نصرالله زېري له مشال راډيو سره شریک کړل.
د جمعیت علماء اسلام ف د سیاسي رابطې کمیټۍ مشر اکرام خان دراني د ازادي مارچ د ملاتړ پر اعلان باندې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي مننه وکړه او ویلي دي چي د ښاغلي اڅکزي دا اعلان په هیواد کي د جمهوریت او جمهوري ادارو په ګټه دی.

بلخوا د جمیعت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان په ۲۷م اکتوبر د اسلام اباد په لور د احتجاجي لاریون پلان بدل کړی دی او اعلان يي کړی دی چې اوس به د لاریون ګډونوال د اکتوبر په ۳۱ مه نیټه د اسلام اباد په ډي چوک کې راټولیږي.
په چارشنبه ( اکتوبر ۹ ) په اسلام اباد کې د ګوند له یوې غونډې وروستو له خبریالانو سره په خبرو کې مولانا فضل الرحمان وویل: “په ۲۷ م اکتوبر به د ازادي مارچ کوو. د ۲۷ م اکتوبر نېټه مو ځکه ټاکلې وه چې په دې ورځبه له کشمیریانو سره د توری ورځې په لمانځلو کې پيوستون ښیو. موږ دا پریکړه کړې ده چې اسلام اباد ته به د اکتوبر په ۳۱ مه داخلېږو او د ټول ملک ولس به په یو وخت ورننوځي.“
په عین حال کې د جمیعت علماء اسلام سېنېټر مولانا عبدالغفور حیدري د خپل وکیل له لاری د اسلام اباد انتظامیې ته د لاریون او احتجاجي ناستې د اجازې لپاره رسمي خواست هم کړی دی.
بل خوا د اپوزیشن ګوندونو رهبرکمیټۍ د اکتوبر پر اتمه په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې په ازادي مارچ کې د شریکېدو پرېکړه کړی ده. په رهبر کمیټۍ کې د پیپلز ګوند، مسلم لیګ ن، عوامي نیشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په ګډون د اپوزیشن ګڼ ګوندونه شامل دي.
حکومت د لاریون مخنیوي لپاره په اسلام اباد کې د پولیس ځواکونو رخصتیانې منسوخ کړي دي او د ښار په مرکزي برخه بلیو ایریا کې يې د ایین ۱۴۴ دفعه عملي کړې ده.