د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار ولي: د جمعیت علما اسلام د لاریون مرسته کوو


اسفندیار ولي خان
اسفندیار ولي خان

پراګ - د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان اعلان کړی دی چې د جمعیت علما اسلام ف د مشر مولانا فضل الرحمان له خوا د ازادۍ مارچ په نامه د حکومت ضد لاریون مرسته به کوي.

اسفندیار ولي خان دا څرګندونې د اکتوبر پر ۱۱مه د پیښور په باچا خان مرکز کې د ګوند د صوبايي کونسل غونډې ته په وینا کې کړې دي.

نوموړي ویلي چې په لاریون کې د ګډون لپاره به د عوامي نیشنل ګوند کاري ډله پلان جوړوي.

مولانا فضل الرحمان اعلان کړی دی چې د اکتوبر پر ۲۷مه به د وفاقي حکومت پرضد د اسلام اباد پر لور لاریون پیلوي.

دوي وايي چې د لاریون ګډونوال به د اکتوبر پر ۳۱مه د اسلام اباد په ډي چوک کې پرلت وهي.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان د اکتوبر پر ۱۱مه یو ځل بیا ویلي چې په صوبه کې به څوک په لاریون کې شریکیدو ته نه پرېږدي.

د دې په ځواب کې اسفندیار ولي خان وویل که پر سیاسي فعالانو تشدد وشو نو د حکومت پر ضد به پاڅون کوي.

تر دې وړاندې د مسلم لیګ نون ډلې مشر نواز شریف د اکتوبر پر ۱۱مه په لاهور کې د نېب عدالت ته تر وړاندې کېدو له مخه خبریالانو ته وویل چې د مولانا فضل الرحمان د لاریون مکمل ملاتړ کوي.

د پاکستان پپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري هم د مولانا فضل الرحمان د اعلان کړي لاریون ملاتړکړی دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي بیا ویلي چې د هر هغه ګام ملاتړ او مرسته کوي چې په ملک کې د آیین ، پارلمان او جمهوریت لپاره اخیستل کېږي.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف وفاقي حکومت وايي ، اپوزېشن ګوندونو ته به په اسلام اباد کې د احتجاجي ناستې اجازه نه ورکوي.

هغوي وايي چې اپوزېشن ګوندونه د خپل درغلیو پټولو لپاره د حکومت پرضد احتجاجونه کوي.

خو اپوزېشن ګوندونه د تحریک انصاف حکومت د درغلیو په نتیجه کې رامنځ ته شوی بولي او له منلو یې انکار کوي.

XS
SM
MD
LG